غزل
يو دي زما او ستا د زړه خبرې
Hamza Shinwariيو دي زما او ستا د زړه خبرې
څه که جدا مو دي په خوله خبرې
زمونږ تر منځه وشوې څه خبرې
اغياره پرې يې ږده ته څه خبرې
څو که په خوله راځي د زړه خبرې
خو د زړه نه راځي په خوله خبرې
څه عجيبه کړو زه او ته خبرې
چې سره نه کړو زه او ته خبرې
ته آيينې وته قهرېږې ولې؟
کړي آيينه د چا د زړه خبرې
گونگ دې نظر شو که هوښيار شوې اشنا
که دې کړې هېرې په لېمه خبرې
چې يې لېواله د ترخو کړمه زه
دومره خوږې دي د هغه خبرې
له پښتنې خويه دې جار شم اشنا
نه دې په تله نه په راتله خبرې
د زړه آيين به دې صيقل کړي حمزه
چې اوس يې زده کړې په باڼه خبرې