غزل
يو سره لښتي چېشو سيندونه شول
Hamza Shinwariيو سره لښتي چېشو سيندونه شول
څاڅکي چې راډېر شو بارانونه شول
يوکه پښتانه شي سره سخ يې دی
تيږو سينې ورکړې سره، غرونه شول
بس خو چې ښايست يې داشنا وليد
گوره چې دسترگو کسي زړونه شول
سر په زنگانه شول فکر واخيستل
څوک چې په معنی کې اسمانونه شول
رنگ و وفدار ورسره خاورې شو
بېل د ښکلي گل نه نگهتونه شول
جوړه څه نغمه شوه ددې شور نه يې
گېر چې په يو تړ کې اوازونه شول
ځار دې د تڼاکو نه بېلتونه شم
څو چې ډېرېدلې هومره زړونه شول
حيف دی په پښتو مېړونو څه وشو
اوس ورته زلمي مه وايه جونه شول
زغم مې خاموشۍ په زولنو کړلې
جوړ ترېنه حمزه ځکه شورونه شول