غزل يو سکون لرم که څو بې قرار يم زه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 يو سکون لرم که څو بې قرار يم زه د مرکز سره اشنا يم پرکار يم زه 02 چې په ننگ د وطن تل له سره تېر يم حق لرم ددې وينا چې سردار يم زه 03 هر يو لاس چې د مردۍ کړي په ما فخر دمراد دکاروانونو مهار يم زه 04 که دښمن زما تور مار وي په معنی کې د ايمان ترياق لرمه تورمار يم زه 05 که گلان مې رنگا رنگ دي په دا څه شي د وحدت په خندا تللی گلزار يم زه 06 جوړول د خپل ملت به څه مشکل وي يم مسلم د قسمتونو معمار يم زه 07 د پېغور پوکی زما د ژوند ضامن دی د غفلت د خوږلن لاندې انگار يم زه 08 اوده قام به څه راويښ شي چې په خوب کې خوبولو ته په چيغو کوکار يم زه 09 ښايي دا چې زه يو ځان ته جهان جوړ کړم دتېر شوو مشرانو يادگار يم زه 10 دي غوږ غوږ اوده گلونه حمزه ماته په دې باغ کې خوش بيانه هزار يم زه Dictionary meaning × Headword