نظم

زه به شهيد يم

Abdul Bari Jahani

ګراني يو ورځ به مي د قبر سر ته ويني ژاړې

زه به شهيد يم رشتيا سوي به وي ټول خوبونه

راته زنګېږې به د فکر په درياب کي لاهو

او دريادېږي به نامراده د ځوانۍ خيالونه

ما د واده په شپه لا غاړي درته خلاصي کړلې

ما ويل لنډ دي زموږ د ميني او خوښۍ مزلونه

زه د ناپايه جنګ لښکر ته برتی سوی يمه

زه د ګولۍ لاري څارمه، ګولۍ زما ګامونه

درته يادېږي هغه زموږ د کلي ښکلې ناوې

چي د رستم شهيد پر قبر باندي وغوړېده

لا يې لاسونه په نکريزو لا يې تلي سرې وې

چي بيا د تخت له بيده ټاله څخه وغورځېده

درته يادېږي هغه بله ببرسرې کونډه

چي لېونۍ غوندي به ګرځېده په کلي کلي

هغه يکړ مجاهد زوی چي يې په بم کي والوت

چي غبرګي لوڼي يې اورونو د نيپام سوځلي

زه به هم نن وي که سبا وي د يارانو سره

د ابدي سکون په غېږ کي زنګېدلی يمه

ما به هم ياد کي يو څو ورځي د مورچل ملګري

نور به يوازي ستا پر شونډو اوسېدلی يمه

ګراني زما زوی به په لمبه د انتقام لويېږي

ورته به وايې چي روسانو دي دئ پلار وژلی

په الاهو به يې تازه کې د غضب اورونه

څو چي دوږخ کي غليمانو لره کور او کلی

د ابا قبر ته يې راوله خالپوڅو لره

او هره شپه ورته کوه د ګوډ غازي نکلونه

چي بې وطنه بله هيڅ ليلا ونه پېژني

د وينو څاڅکو ته يې ورکه ميوندي اورونه

زما د زوی نوم به يا شېرشاه يا خوشالخان را ايږدې

په غوږ کي ورکه د ميرويس او احمدشاه نومونه

چي زما له مسته کندهاره بې خبره نه سي

سنګر سنګر يې هره لوېشت په وينو سره دښتونه

ګراني يو ورځ به مي د قبر سر ته ويني ژاړې

زه به شهيد يم رشتيا سوي به وي ټول خوبونه

راته زنګېږې به د فکر په درياب کي لاهو

او دريادېږي به نامراده د ځوانۍ خيالونه