غزل

زه رباب ته مي شهباز يي

Abdul Bari Jahani

زه نغمه يم ته مي ساز يي

زه مقام يم ته مي سور يي

زه اّهنگ يم ته اّواز يي

ته لمبه يي زه دي شمع

زه پتنگ ته مي پرواز يي

زه مجنون ته مي جنون يي

زه محل ته مي ممتاز يي

ته مي سر د ليونتوب يي

ته زما د جنون راز يي

هم ناظم يي هم مي نظم

ته هم سوز يي هم گداز يي

زه له كومي فنا تشتم

چي انجام ته مي اّغاز يي

دا د كومي پيالي بنگ دى

چي نشي پكي مستيإي

دا د كومي نغمي شرنگ دى

چي شهباز پكي نڅیږي

دا د كومي سلگې اور دى

چي لمبي پكي ويليإي

دومره پوه يمه چي ته يي

هم وجود ييهم جلوه يي

تصوير ستا د جمال زور دى

محفل ستا د لمبې شور دى