نظم
زه شاهد وم
Abdul Bari Jahaniما به ليده چي د باغوان په لاس غوټۍ زمولېږي
ما به ليده چي د ساقي په لاس خمونه ړنګ سول
زه د جامونو د لوټلو شاهد
زه د غوټيو د زمللو شاهد
د ميکدې د ورانولو شاهد
ما د دې بڼ د بوټي بوټي لاښېدل وليده
ما به سپرلي کي د زاغانو پايکوبونه کتل
ما د نسيم په غېږ کي زېری د خزان اورېدی
ما د بلبلو ځوانيمرګي نغمې
ما د ګلونو چپاو سوي وږمې
ما د پايمالو آرزوګانو زګېروي
ما له وحشته رپېدلي زړونه ټول وليدل
راويښوئ مي ولي؟
راپاڅوئ مي ولي؟
ما به ليدل چي د زمان توپان وهلې بېړۍ
د ګردابونو طلاطم کي ړنګه بنګه خوځي
د څپو غېږي ته ورڅرمه سي ډوبېږي پکښې
د جاله وان له نامرديه څخه
د دې ظالم له بېباکيه څخه
بېړۍ له پرښو سره وجنګېږي
د غرقېدو له وېري ټوله بېړۍ وال چيغي کړي
څوک د بېړۍ تياره کونجونو ته له وهمه ځغلي
مال او اولاد هېر وي
د ډېوې څنګ ته له قاه قاه سره غاښونه برېښي
دا جاله وان دئ ظالم
زه يې خندا پېژنم
د دې لېوه سره پخوا هم څه آشنا غوندي وم
ما هر څه وليده، خو هيڅ مي لا ويلي نه دي
دا ږغوئ مي ولي؟ ـ
زه د بېړۍ د ډوبولو شاهد
زه د توپان د خوځېدلو شاهد
ما له آرام ساحله تېښته ليده
زه په لوی لاس د غرقېدلو شاهد
ما به ليده چي د غوغا د چوپېدو لپاره
سپيني آبداري توري څه په بې آبۍ سرې کېږي
تر يو څو سوو کرږو وروسته څه کمزورې چيغه
وروستی نفس د زولنو په شرنګهار کي ورک دئ
يو لالهانده زړه آرام غوندي سي
يوه سينه د هديرې په رسم
يوه کوچنوټې قفسچه کي هلته
يو لوی جهان لره مکان پيدا کي
يوه نرۍ شاني لمبه توري تيارې ته درومي
د ابدي سکوت په غېږ کي حرکت ډوبېږي
څوک د ژوندي مرګ په آرزو د ګولۍ لاري څاري
څوک بيا د مړه ژوندون بقا ته له ايمانه تېر سول
زه د زګېروي د چوپولو شاهد
زه د ترټلو د لوټلو شاهد
ما تاړاکونه چپاوونه ليدل
زه د سرو څاڅکو تويولو شاهد
ما به ليده چي د جلاد په وينو سرو منګلو
ما به ليده چي د لېوانو د څيرلو وهم
خلک د ورور پر جنازه نڅول
ما به ډکو ستونو وخندول
ما به ليده چي څوک د ميني د لرلو په تور
ولي سنګسار سو، ولي ټولو کناهکار وباله
ما به ليده چي خلکو لوی - لوی ګناهونه ستايل
هر چا چي ښې منګولي سرې کړې قهرمان قبول سو
دلته قاتل قضا ته نه کشېږي
دلته چي سر وهي سردار يې بولي
دلته د سرو لاسو په نوم عبادتونه کېږي
سجده هغو ته چي زړونه يې سينو کي نسته
زه بې ګناه ګناهکاران پېژنم
ما ګناهکاره جنتيان وليدل
زه د پايکوب د سرکوبونو شاهد
زه د قاتل د سرو لاسونو شاهد
چا د منبر پر سر ګناه ستايله
خو د ثواب د سنګسارونو شاهد
څوک چي زرګونه قتلوي خلک بيعت ورکوي
هغه چي ويني پاکوي، هغه دوږخ ته درومي
د ګناهونو د تميز پر ميدان
د دې نړۍ د عدالت شاهد يم
پرېږدئ چي هر څه په سينه کي و لحد ته يوسم
د شعر ژبه مي ګونګۍ ښه ده پرې سوې ښه ده
په سترګو وينم خو چي نه يم ګړېدلی ښه دئ
دلته ليدل او کول ښه دي څه ويل کفر دي
په رڼو سترګو ژوندي ډېر اوسېږي
خو څوک چي ژبه لري سر نه لري
دلته لاسونه پرې کېدل ژبي يې هم غوڅي کړې
خو سترګورو هر څه وليده ګونګي پاته سوه
زړه ته مي نه لوېږي چي زما د ژبي دوه بڅري
د کلو پوړندي تازه کي انګارونه جوړ کي
زه د انګار خاموشول نه غواړم
خو د چا اور هم بلولای نه سم
څوک له بڅري د اور طمع لري
زه يې سکروټي لرم ځان په سوځم
پرېږدئ چي وکړېږم
چيرته به زه هم د ويلو په تور
د دې ليدنو د ويلو په تور ـ
د ژبورو په دود خپله سزاګۍ ووينم
زما په مرۍ باندي به هم د چا منګولي سرې سي