غزل زه عاشق يم لازم ده چې برباد يم Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه عاشق يم لازم ده چې برباد يم په گوزار کې دستم خو دې ابا يم 02 په شېرين خيال دې روغ، کله رنځور يم په يو تن امير خسرو يم هم فرهاد يم 03 ته خفه په دې چې کله به دې هېر شم زه خوشحال يمه په دې چې درته ياد يم 04 خوشبويي شوه وحشتونه سپرلي راوړل هی په پرو مې په بند کې د صياد يم 05 ای زما له پېرزوينې نه پرېشانه زه خو ستا له ورانولو نه اباد يم 06 د خاطر په آيينه دې گرد را مه شه زه حيران چې ياره ستا دکوڅې باديم 07 چاود مې زړه ترې ارمانونه نه جاروځي نامراد يم خو بيا هم دچا مراد يم 08 ما چې ناوې د الفت کړله په عقد هسې ځکه دتهمت کره داماد يم 09 پس له ما دې آيينه کته موسکۍ شوې که بې غم شوې زه حمزه درباندې زباد يم Dictionary meaning × Headword