غزل
زه چې خپل لېوني زړه کړم پوه (پوی) په پته
Hamza Shinwariزه چې خپل لېوني زړه کړم پوه (پوی) په پته
په خندا مې جام د جم ته ور کړه لته
هغه ځای نه کړې غلط چې ترې الوځي
ته چې څو په پورته درومي گوره ښکته
نورخواهش به مې فتور ددې سرور شي
مه مې سېزه د ساقي د سترگو سَته
ستا په مخ که اوېزان زما ژوندون شي
زه به گرده دنيا ور کړم ستا په نته
زه خو دا گڼم چې زړه دې رانه يوړو
چې سلگۍ مې شي د زړه نه را اوچته
بې پروا شوې که اشنا شوې راته وايه
اوس دې لاس نه ځي پلو ته له هيبته
له تراوه خويه دې ژوند د عشق مې خوږ شو
په نارنج کې وي گلونه خوش نگهته
د هېر شوي يار د کور په لور مې بيايې
په بدۍ کې څه نېکي کوې عادته
چې خواخوږي دې حمزه وته نما کړل
په خواخوږو يې پېښېږه مصيبته