غزل زه د زړونو په افق لکه د نمر يم Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه د زړونو په افق لکه د نمر يم چرته روح دسحر، چرته مازيگر يم 02 په لمحو نقطو مې مه وېشه هوښياره له مکان او له زمانه بالاتر يم 03 در په در چې يم په دې مې غلط نه شې که پوهېږي دا همه ديار په در يم 04 سر په سر نه وي دعشق په جوارۍ کې د رقيب سره به ولې سر په سر يم 05 باخبره هم چې وينم بې خبر دي زه هم داسې يم خبر چې بې خبر يم 06 غوږ د سترگو مې گونگي نظر ته مه ږده چې تصوير دحيرانۍ يم بې بصر يم 07 چې خبر په احاطه شوم ستا د حسن اوس نو چرته زه دننه نه بهر يم 08 نور مې نوم د اشنا مه اخله ناصحه گورې نه چې له ژړا نه لر و بر يم 09 د بېلتون دسحر پرخه حمزه څه کړم انتظار کې چې په خپله گرېوان تر يم Dictionary meaning × Headword