غزل
زه دهجران د ورځې نول په ماسخوتن کومه
Hamza Shinwariزه دهجران د ورځې نول په ماسخوتن کومه
په ځنکدن کې ارمانونو له کفن کومه
عشق کې بينا شو د سترگو مې دتورو په شان
په ورځ د زلفو يې په شپه دمخ ديدن کومه
خالي له زرو دزرگر د دوکان خاوره نه وي
ځکه باور د عاقلانو په گفتن کومه
زه په وله کې دخيال د سخن سيند راولم
رفت وآمد گويا په سترگه د سوزن کومه
چې سپرلی نه راځي گل نه وي خو سپرلی هم نه وي
يار چې مخ پټ کړو زه به څه غم دسوختن کومه
حمزه په شهدو کې څو ځله اشنا در کړه زهر
بيا مې توبه شه چې باور يې په گفتن کومه