غزل
زه شوم آيينه چې گورم ستا په لور
Hamza Shinwariزه شوم آيينه چې گورم ستا په لور
خير که اوس نظر نه کړې زما په لور
ته رټل شړل کړه زه وفا کوم
سترگې خو دسپي وي د آقا په لور
شوچې سپوږمۍ مخيه مې نظر په تا
نه کړمه نظر د توتيا په لور
گوره مې همت چې ستا طلب کوم
پورته مې قدم د کبريا په لور
سترگو ته زما تورې تيرې ووې
تور به مو سپين سپين شي د سبا په لور
پرانيزه لبان چې زه رنځور يمه
بېڅه اشاره کړې د دوا په لور
لور دې دهجران کړې دوه ټوټې زما
گوري ما له رشکه نن زما په لور
زه حمزه د زړه له کوره تلی يم
يم لکه چې غږ وي د صحرا په لور