غزل زه يم چې د يار په پت مې سر ورکړی دی Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه يم چې د يار په پت مې سر ورکړی دی ما پرې ننگ و نام او خپل هنر ور کړی دی 02 روح به مې موسکی تل په تيرو وي د عصيان تندر ته د حق مې خپل نظر ورکړی دی 03 ځار له دې اغزو نه چې اشنا راته راکړي ما رقيب ته گل او هم ثمر ورکړی دی 04 بس کړه ای "دعا" تر څو به سر تندی وهې ما په کوټ دميو خپل اثر ورکړی دی 05 واک مې نه په زړه شته نه په سترگو هېڅ قدر يار ته مې دننه هم بهر ورکړی دی 06 څنگه په خندا خندا کې راغله پرې سلگۍ څه خبر خو شمعې ته سحر ورکړی دی 07 چاته دې دولت کرامت ور کړو بېنوا خدايږو چې حمزه ته دې نظر ور کړی دی Dictionary meaning × Headword