غزل

زه يې څه کړم چې اشنا دی د جبې گل

Hamza Shinwari

زه يې څه کړم چې اشنا دی د جبې گل

خوښ مې نه دی دگلاب او دچېنې گل

له چشمانو مې رونق په ژړا لاړو

مړاوی کېږي د باران چې وي شېبې گل

په ديدن پسې ديار مې سترگې گل شوې

چې نم ختم شي ښکاره، شي د پومبې گل

چې ښايست يې څو زياتېږي زه سوځېږم

بلبل ژاړي چې څو څو کوي لمبې گل

يار زما دی د رقيب يې تش ديدن دی

ښايسته څه کړي د ښورې او د ملبې گل

څوکيدار ديار د سترگو تور مژگان دي

که ساتي په حفاظت سره سنبې گل

د زنځير ستم د بوی په ژبه ښايي

په وربل کې چې ټومبلی محبوبې گل

د ځوانۍ له جوشه څيرې گرېوان کړي

د اخفا له زندگۍ کوي توبې گل

سترگې در کړي د خمار شيندي کيفونه

خلاص له قيده شي نگهت، واکړي تمبې گل

بې له تا زما نظر نه ځي بل خوا ته

په کاکل کې ای صنم ولې ټومبې گل

حمزه سترگې ورته فرش کړه چې يې آل دي

لري پاڼه کې چمن د زينبې گل