غزل

ځکه په ښکليو کې وفا نشته

Hamza Shinwari

ځکه په ښکليو کې وفا نشته

چې په مېنو کې جفا نشته

بيا يې منل د ابتدا څه په کار

د محبت چې انتها نشته

ضبطه پرې نه ږدې د سلگو لمنې

لا نښانې خو د سبا نشته

دا شرابي سترگې دې چارې کوي

زما په ژبه کې خطا نشته

دا د مېنو نه چې مخ پټوي

ولې په ښکليو کې ريا نشته؟

چې حقيقت د حسن وپېژني

نوره د مينې ارتقا نشته

چې ملتفت ورته محفل کې شې ته

سرلوړي نوره د حمزه نشته