نظم

زما حال

Gul Pacha Ulfat

تپه تياره ده زه رڼا ته انتظار لرمه

څومره ډېر کار لرمه

يمه پښې يبل او په لار کښې خنډو خارلرمه

بيړه تلوار لرمه

ملگری تللی زه ويده پاتې بېديا کښې يمه

غره او صحرا کښې يمه

واړه سپاره دي يو زه پلی په شابار لرمه

يوگوډی جوار لرمه

نور په موټرو کښې په منډه لکه برق تېرېږي

په لار کښې نه درېږي

زما په مخکښې دی گوډ خرتل خبردار لرمه

خدايږو ډېر عار لرمه

هر چا په برق باندې کوټه کرله توده او رڼا

هم راډيو پرې گويا

زه لا تر اوسه دتيلی په دکان کار لرمه

ورته جار جارلرمه

هر يو ميدان کښې دی ولاړ کوي اظهار دکمال

او د خپل جاه وجلال

زه هيڅ شی نلرم په تېرو افتخار لرمه

دمړو شمار لرمه

لاس او پښې سترگې لرمه شم هر کار کولی

زيار او زحمت ويستلی

کسب وکار نکړم چې غني دولتمن پلار لرمه

پرې اعتبار لرمه