نظم
زما کار
Gul Pacha Ulfatچې تور اور بل په سپين مخ ووينم غزل جوړوم
بل کار مې نشته شهلا سترگو ته کجل جوړوم
بکره معنی ښکلی کومه د هنر په سينگار
د ذوق ليلی ته د ښکلاو تاج محل جوړوم
تورې تيارې چې ورکې کړم د حقيقت له مخې
له عشقه اوراخلم له ځانه روڼ مشعل جوړوم
چې افسانه شمه په عشق کې زمانونه يادگار
لکه مجنون ځان نه د عشق ضرب المثل جوړوم
چې د چا خيال خاطر کښې هېڅکله ونه گرزمه
چې په درشل کښې دې شم خاورې ځان نه شل جوړوم
وصال دې نه غواړم پټ نه درځم په توره شپه کښې
د عشق په کار کښې زه له ځانه کله غل جوړوم
که زه دې خيال کښې نه يم ته خو زما خيال کښې يې تل
هره شېبه دې خط و خال څڼې اربل جوړوم
چې نظرونه پکښې بند شي له نظره نشي
لوگی کوم درته ځان زلفې دې ولول جوړوم
د سترگو تور به دې شم زه که دې زما په سترگو
خپل جمال وليد چې يې څومره مجلل جوړوم
وايي د شعر رب النوع د الفت په ژبه
سياسي لوبوته نه شعر ته اجمل جوړوم
چې پکښې مينه او ښکلا فکر او خيال کړی نجومی
د الفت بيت کښې د معنی رنگين محفل جوړوم