نظم

زما کندهاره

Abdul Bari Jahani

زما کندهاره د زمرو وطنه

زما د سرکښو پښتنو وطنه

څونه ياغي يې صدقه دي سمه

د نافرمانو جنګيالو وطنه

بيا دي ترنک توپاني سوی وينم

بيا دي ارغند په مستېدو راغلی

بيا ارغسان دي بيا موجونه وهي

بيا دي هلمند په خروښېدو راغلی

بيا د زړې توري د خرپ يادونه

بيا دي په سترګو کي اورونه وينم

بيا د ايوب سره لښکري راغلې

بيا د رېديو داستانونه وينم

لکه چي بيا دي څه يرغل نيت دئ

لکه چي بيا دي غورېدو ته زړه سو

لکه چي بيا دي څه په زړه کي ګرځي

لکه چي بيا دي خوځېدو ته زړه سو

ستا دپايلوچو تر بګړيو واری

ستا د تېرو تېغونو جنګ وګرځم

ستا له غرور څخه کاږه تګونه

ستا قهر وګرځم ستا ننګ وګرځم

بيا د ملالي ميوندۍ خرخښه

بيا تورپېکۍ د فرنګ خونه سوځي

بيا د بابا د پاني پت هنګامه

بيا شاه محمود اصفهانونه سوځئ

بيا د ګرګين پر کور مرګی مېلمه دئ

بيا د ميرويس په نامه وغورېدې

بيا د اشرف د انتقام لمبه ده

بيا دي د قهر ويني وخوځېدې

بيا دي لمن له شهيدانو ډکه

بيا د کوچني غازي زانګو زنګوې

بيا دي په وريځو کي سېلونه ګرځي

بيا دي په غېږ کي زلزلې ويښوې