نظم
زما وصيت
Gul Pacha Ulfatغواړمه چې مرگ مې وي په شان د يو فقير
نه دي پکښې ويروي نه دخلکو ډېر بهير
نه دې راډيو کښې وي زما دمرگ اعلان
نه دې وي زما په قبر خان و بېگ او مير
خاوروته دې وسپاري ما هغه دهقانان
هغه چې کري تخم او وړي خير کثير
نور څه نه وړم عجز او نياز به وړمه خدای ته
رحم او کرم ته به يې وړم عذر او تقصير
لاس کښې که څه نه و چې نهروږي ماړه کړمه
زړه کښې خو څه و،چې يې په دوی کړمه زهير
ښه به وي که لږ مې دا تياره قبر رڼا کاندي
که مې رڼا کړی وی د چا ذهن او ضمير
مکړئ د ريا دپاره ما پسې خيرات
ځان پسې نه غواړم خيراتونه چشم گير
ورکړئ غريبانو ته که وي زما څه مال
پټ غوندې له خلکو چې پکښې نه وي تشهير
خدای (ج) ته ډېر نږدې وي له هرچا څخه "الفته"!
هغه چې دنيا کښې وي غريب خوار و حقير