نظم
زما شعر
Abdul Bari Jahaniد زمان په هېرو شپو کي
يوه ورکه حادثه ده
د هستۍ په دريابو کي
يوه تږې زمزمه ده
د خماري مستۍ خروښ دئ
د مستۍ د خمار شپه ده
يو ګونګی شاني فرياد دئ
يو خاموشه ترانه ده
يو ترټلی اسوېلی دئ
يو ځپلې خاطره ده
د جنون د اوښکو لاړ دئ
د باکوس د خم څپه ده
خزاني سرکوب وهلی
ځوانيمرګه هنګامه ده
د يو ليري جرس ږغ دئ
نااشنا غوندي نغمه ده
د مړ ژواندي لمبې کور دئ
د بې سازه نغمې شور دئ
د شهباز د ماتم رقص
د نيمګړي اوښکي اور دئ
د ژوندون پر بيدو کرښو
يو کاروان دئ د خيالونو
د شاهد په خوله داستان دئ
د ژونديو تاراجونو