غزل

زمونږ آقا زمونږ سرور، نظام الدين اولياء دی

Hamza Shinwari

زمونږ آقا زمونږ سرور، نظام الدين اولياء دی

زمونږ هادي زمونږ رهبر، نظام الدين اولياء دی

زمونږ غم څه دی، غمخور محبوب الهي دی

په تنگ ساعت کې د محشر، نظام الدين اولياء دی

په دريای حقيقت کې طريقت، په صدف کې هم

منور ضوء فشان گوهر نظام الدين اولياء دی

لباس بادشاهي کې فقير بې مثل دادی

په ماده کې نهان جوهر نظام الدين اولياء دی

لره اميد ای حمزه! ددې در بار عالي نه

جگر گوش علي حيدر نظام الدين اولياء دی