نظم
ژوند
Abdul Bari Jahaniژوند تلاښ دئ پر مخ تله دي
حرکت دئ خوځېده دي
د تيارو روښانول دي
سوځېده دي ويلېده دي
د هستۍ په مسته غېږ کي
د نېستيو هېرول دي
له ساړه ساحله تېښته
په توپان کي اوسېدل دي
د ژوندي تلاښ په لار کي
ژوندۍ غاړي نذرول دي
هر څه هر څه پرېښودل دي
له سکوته راوتل دي
نه نشه ده، نه خمار دئ
نه خمونه تشول دي
لحدونه ړنګول دي
د محشر بر پا کول دي