نظم
ژوند
Gul Pacha Ulfatلاس به وانخلم له ژونده که مې دواړه لاسه پرې کا
ځم په سر د ژوند په لاره که مې څوک پښې ارې کا
که مې وکاږي دوه سترگې ژوند ته گورمه په مينه
زړه له ژونده نه تورېږي که ژوندون تورې تيارې کا
د نمرود په اور که سوزم له ژوندونه بېزار يم
د بلا په خوله کښې هم لاژوندون ماته اشارې کا
ژوند مې خوښ دی په هر حال کښې د ژوند مينه راسره ده
همدغه مينه په زړه کښې راپيدا ښې اسرې کا
ژوند قوت دی حرکت دی مخکښی تگ دی محبت دی
د ژوندون د باغ بلبله شپه او ورځ دغه نارې کا
مايوسي لويه گناه ده مرگ دی مړينه ده فنا ده
په اميد ژوندون ته گورم که چړې راته تېرې کا
ژوند چې هر څنگه وي ښه دی هر څوک غواړي چې ژوندی وي
مگر ژوندو د غلامۍ دې خدای برباد خاورې ايرې کا
که نور هېڅ نشی کولی وچ او شنډ شئ غلامانو
غلامان چې پيدا نشی باداران به بېچارې کا