نظم

زخمي زړه

Gul Pacha Ulfat

زړه يې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی

په ليدو دزخمي زړه چې زخمي نشي

چې بلبل غوندې کړېږې د سرو گلو په چمن کښې

خوشحالېږې نه هېڅکله ددنيا په باغ وبڼ کښې

چې نه خوب نه دې خندا شته په نفرت گورې انسان ته

مرور يې له هرچانه په حيرت گورې اسمان ته

ولې وينې درنه څاڅي

ای زما زخمي زړگيه!

مرور له ټول جهانه

گله من له خپل پرديه

بيا کوم غم درته پېښ شوی

د فلک له بې مهريه

له يارانو نه جدايې

که دښکلو له ټولگيه

څه ارماند افسوس لرې ته

ولې شپه او ورځ ځورېږي

راته ووايه څه غواړې

په څه باندې خوشحالېږې

په کوم ښکلی مخ مين يې

که دچا په غم کړېږې

له اسمانه دې زړه شين دی

که انسان ځنې وېرېږې

د سکوت طلسم مات کړه راته ووايه احوال خپل

له هېچا نه مه ويرېږه کړه ښکاره ارزو امال خپل

بې له غمه نور څه نشته د شپو ورځو په لمن کښې

خوشحالي هر گوره نشته په هيڅ کور او هيڅ وطن کښې

محبت له زړونو تللی رحم نشته په جهان کښې

عاطفه او پېرزوينه نه ده پاتې په انسان کښې

له پيمخو نازولو

التفات او وفا غواړي

که دناز نعمت خاوند نه

مروت او سخا غواړې

يا پياله له ميو ډکه

له پيمخې اشنا غواړې

يا سازونه سرودونه

يا د مينې دنياغواړې

د دردمنو په حال ژاړې

که په کونډو يتيمانو

شپه او ورځ دې په غوږو کښې

وي ژړا د مظلومانو

که دا هومره ناقرار کړې

په فرياد بې نوايانو

هر طرف نارې سورې دی

د غمجنو رنځورانو

ژاړه ژاړه څو دې توان دی

وخت د غم او د ژړا دی

يو د بل غوښو ته وږی

که آشنا که نا آشنا دی

انسان کله خبردار نن

په روا او ناروا دی

دوست دښمن نه معلومېږي

ورور د ورور په مرگ رضا دی

توره شپه توره بلا ده

که لوگی دغم د اور دی

چې بل شوی په جهان کښې

د دنيا پرې سوی کور دی

د جگړو اورونه بل دي پکښې سوزي عالمونه

رسېدلی تر آسمانه دهمدغه اور دودونه

د سرووينو عکس پرېووت داسمان په کنارو کښې

فسادونه شوه برسېره بحرو برغرواورغو کښې

له دې پورته شنه آسمانه سره اورونه راورېږي

ستوري نه دی سور انگار دي چې اسمان کښې ليدل کېږي

ياخو تور رنگ دگناه دی

مخ د ځمکې پرې تک تور دی

يا د غم توره کېږدۍ ده

يا جهان تور لکه سکور دی

محاذرونه د جنگ جوړ شوه

په هر لوری هره خوا کښې

فولادي اسمان جوړ کړی

طيار وپاس په هواکښې

د گوليو بارانو نه

ځکه اوري په دنيا کښې

بې له سرووينو څه نشته

د شپو ورځو په مينا کښې

دنيا نه ده سره لمبه ده

پکښې سوزي عالمونه

په هر لوری هره خواکښې

لگيدلي دي اورونه

د آسمان لمنې سرې دي

ډک له اوره دي سيندونه

راشئ وگورئ عالمه!

په دنيا کښې دوزخونه

دا دنيا په حقيقت کښې

ژړوونکی افسانه ده

که پخوا شرابخانه وه

نن د وينو پيمانه ده

سور گلزار يې ډک له اوره

د بلبلو آشيانه ده

په سينگار يې مه غولېږه

يا قفس يا زولانه ده

پتنگانو ته له باغه بلبلان وايي نغمو کښې

مونږ په سره انگار کښې سوزو تاسې سوزی په لمبو کښې

نن له مړوځنې ډک شوه د جهان لوی دريابونه

د انسان د مر د پاره اجل ايښی دي دامونه

د شبنم په ځای په گلوله هوا اوري بمونه

دخپل زړه په وينو رنگ شوه ښايسته ښکلی مخونه

د يوسف په وينو باندې دلېوه منگولې سرې دي

تمدن په لاس ورکړی فولادی تېرې چړې دي

پتنگان په شمع سوزي

بلبلان باغ کښې کړېږي

له آسمانه تندر اوري

لوی قصرونه رانړېږي

له درياب د زمانې نه

بوی د وينو پورته کېږي

د مرگی دوږی سترگې

په هېڅ شانې نه مړېږي

د دنيا مزاج بدل شو

رحم نشته هېڅ په زړو کښې

يا خو زړونه بېخي نشته

ددې خلقو په سينو کښې

دمرگی زهر خواره شوه

دهوا څپو وږمو کښې

پخوانی تاثير اوس نشته

نه په خاوره ته اوبو کښې

ددې عصر انسانان اوس

لېونی لکه لېوان شول

يو د بل وينوکښې لامبې

ميخواران اوس خونخواران شول

دريابونو کښې پيدا نن

د فولادو نهنگان شول

دخوږې مړۍ د پاره

پخلاسپی او فقيران شول

نن د ځمکې په مخ باندې بل آدم بل حوا ده

د خولو په ځای د وينو تويول يې مشغولا ده

جوړ قيامت دی په دنيا کښې خو حساب او کتاب نشته

بې له غوښو د انسانه په دې اور بل کباب نشته

دا متل مې اورېدلی چې خر پلار کړه خپله چا رکړه

ددې وخت دا پلار گلوی ده فکر وکړه ځان هوښيار کړه

د جگړو او جنگ ميدان کښې

دي د تندر آوازونه

رڼا ورځ يې توره شپه ده

ليده نشي آسمانونه

د فولادو رسالې دي

که د سره اور سېلابونه

ځمکه رېږدي له هيبته

چې پرې گرځي لوی ټانگونه

بې پردې او بې سيرته

عالمونه د جهان شوه

څوک له لوږې هلاکېږي

ځينې کونډې يتيمان شوه

هېوادونه نيول کېږي

ولسونه اسيران شوه

ځينې پرېوتل له تخته

ځينې ځينې تاجداران شوه

هر طرف ته چې نظر کړې

د نفاق اور پکښې بل دی

پلار په ځوی دی بدگمانه

ورور د بل ورور مال ته غل دی

دوه خواږه ياران چې گورې

يوه بل ته ايښی چل دی

د حسد اور په هر زړه کښې

ته به وايې چې منقل دی

هر سړی مطلب اشنا شو

دا د ن ورځې عادت دی

نه ولاړ څوک پخپل عهد

نه خجل په خيانت دی

د مطلب د پاره کاندي سل وعدې سل قسمونه

ما ليدلی دی په سترگو دغه هسې شان عهدونه

ضعيفان شوه پښو لاندې زورور ځکه اوچت شوه

واړه لوی شوه لوی واړه شوه ټول حيران ددي حکمت شوه

باشرفه ژوندون کاندی چې له مرگه نه ويرېږي

مال و سر يې په امان وي چې له خپل سره تېرېږي

څو يې لاس برنه وي دوست وي

چې لاس بر شي بل حالت دی

څوک په دروغونه شرمېږي

دا عجب خوی و خصلت دی

بې له زوره په دنيا کښې

بل قانون کله چلېږي

نقشه هره ورځ د ځمکې

په قوت او زور بد لېږي

چې قوي او زورور دي

پخپل حد کله درېږي

يو وطن په زور او جبر

بل وطن سره گډېږي

ښه خبر شه زما وروره

ددې عصر له احواله

بې له زوره په دنيا کښې

زندگي شوله محاله

ضعيفان خلاصېدای نشي

د فريب مکر له جاله

بې له تورې خلاصۍ نشته

ظالمانو له جنجاله

که آزاد ژوندون دي خوښ وي

ټينگ په ننگ ناموس او دين شه

اور اوبو ته غورځوه ځان

فولادي او آهنين شه

ښې تېرې پنجې پيدا کړه

لکه باز او ياشاهين شه

نه وايمه چې بلبل شه

يا توتي غوندې رنگين شه

ځيږ پښتون شه دا متل دی څنگه غر هسې کربوړي

کړه سړې او تودې تېرې دا تعليم کړي ژمي اوړي

چې په توره مري شهيد دی هغه نه بې پردي کېږي

چې بې تېغه وي مړ شوی په تخته باندې لوڅېږي

تورياليو په حضور کښې سرټيټ کړی افلاطون دی

د تيرې تروې په خوله کښې د يوه ملت ژوندون دی

توره ښه ده ډېره ښه ده چې په لاس کښې د انسان وي

هسې نه چې په منگول کښې د لېوه يا د شيطان وي

پښتونواله نام وننگ دی

ننگيالی اصيل پښتون دی

ځان وژل د ننگ د پاره

د پښتون سړی ژوندون دی

سربازي زمونږ هنر دی

توريالی مو افلاطون دی

فيصله د تېغ په ژبه

د پښتو رسم وقانون دی

توره حق او حقيقت دی

شريعت پرې رڼا کېږي

تورې شپې د ولسونو

بې له دې نه سبا کېږي

همدغه شرف يې بس دی

چې په توره غزا کېږي

د ظالم او خدای ناترسه

ورنه خوف او حيا کېږي

تمام عمر تېره توره

په دنياکښې حکومت کړي

په هغو دې تل رحمت وي

چې قايم پرې عدالت کړي

يا ويستی توره لاس کښې

حفاظت

د مظلوم انتقام اخلي

په ظالم قهرومنت کړي

بل د تورې اهل نه دا وسله دمسلمان ده

وسيله د حق پاللو او د نشر د قران ده

عبادت په توره خدای ته زيات له هر راز عبادت دی

د خپل سر ورکول وروره خدای د پاره لوی طاعت دی

که جنت د چا په کار وي تورې لاندې يې مکان دی

آب د تورې بل شی نه دی همدغه آب حيوان دی

ظالمان په تېره توره

په ناحقه خونرېزي کړي

چې بې دين په هاتي سور شي

دکعبې بې حرمتي کړي

د مؤمن په لاس کښې توره

داسلام نگهباني کړي

حق پرست چې قوت مومي

د خوارانو دلداري کړي

په قوت د تېرې تورې

له کعبې بوتان وتلی

بت شکن مسلمانان هم

سومنات ته رسېدلی

حق پالونکو تورياليو

خلق حق ته رابللی

دلوی خدای واړه احکام يې

په دنيا باندې منلی

ترقي او اعتلا څوک

که د قام اوملت غواړي

په وطن او په ولس کښې

که ښه نوم او عزت غواړي

يا د دين او دنيا گټه

يا له خدايه جنت غواړي

ټول په توره گټل کېږي

خو ټينگ عزم و همت غواړي

ټول د تورې په رڼا کښې خپل مقصد ته رسېدلي

ډېر تختونه تاجونه تورې يو بل ته بخښلي

په هغه وخت کښې يې لا تېره تېغ لاندې ساتلی

فکر وکړه څه د پاره خپلې موره داسې روزلې

بې د تورې له سپين مخه په بل مخ چې مين نشې

ستا به فرق له څاروی څه وي که قربان په وطن نشې

په دنيا کښې چې تېر شوي

تردې وخته فاتحان دي

سکندر که ناپليون دی

که مغل او که غوريان دي

شامحمود که احمدشاه دی

غزنويان او که سوريان دي

له مشرقه تر مغربه

چې هر څه جهانگيران دي

ته ويده وې په ځانگو کښې

هېڅ خبر نه وې له ځانه

نه له جنگ جگړو خبروې

نه له شخړو د جهانه

دوست دښمن خپل او پردي ټول

ستا نظر کښې ويکسانه

ستا په سر باندې د پاسه

مور کړه توره آويزانه

که پرهېزې زما وروره!

د همدې ورځې د پاره

پښتنه مور د ځوی سر ته

ږدي تل توره جوهر داره

توره ستا سمال دی پښتونه

درته پاتې له خپل پلاره

پښتانه ځوانان خوند اخلي

د تېروتورو له واره

د وطن په نام و ننگ تل

سرور کړی هر پښتون دی

له ښاغلو پښتنو نه

مونږ ته پاتې دا قانون دی

مړني دي چې يادېږي په سندرو او په ويره

د هر نشې ورکولی د تېرې تورې تاثير

فولادي زړگی او توره ده په کارد ژوند د پاره

پښتانه ځوانان خوند اخلي د تېرو تورو له واره

د پښتون بيرغ اوچت کړه تر لمنو د آسمانه

خوشحال خان خټک خوشحال کړه پخپل قبر کښې له ځانه

چې د ننگ ناموس د پاره

ځان وژلو کښې ژوندون دی

د خوشحال په ترانو کښې

ما ليدلی دا مضمون دی

لکه غر په هسکه غاړه

له آسمان لاندې اوسېږه

که ږلۍ او تندر اوري

له خپل ځايه مه ښوېږه

بې له خدايه بل له هېچا

او له هېڅ مه ويرېږه

په سخت زړه د دښمن مخ ته

ځای په ځای ټينگ ودرېږه

واوره! واوره! ای پښتونه

د پښتون شاعر شعرونه

دا چې اوری څه له مانه

دي دسوی زړه آهونه

نور څه نشته په دې زړه کښې

واړه دي داستا غمونه

دا زخمي زړه ستا له غمه

راشه وگوره پښتونه

پښتونواله که پښتو ده

که اسلام او دينداري ده

تقاضا د زمانې ده

او که پوهه هوښياري ده

د پښتون عالي فطرت دی

که غيرت ايمانداري ده

ددې ټول ای پښتونه

تانه دا اميدواري ده

چې ته بيا کړې غېږه وازه استقبال د تېر شوکت ته

څو قدمه وړاندې واخلې خپل راتلونکی سعادت ته

دا دعا په څو څو وارو د خپل زړه په کوه طور کښې

ما په نيمو شپو کښې کړی د پاک خدای په لوړ حضور کښې

له هغو زړونو ځارېږه چې پکښې لوړه آرزو وي

څه چې ښه ورته ښکارېږي پخپل قام دده پيرزو وي

ته يې ناست هغې بېړۍ کښې چې پکښې افغان پښتون دی

ستا سو څه سره گډ دي که مرگی او که ژوندون دی

څه به ښه وي لويه خدايه

که تېر شوی دوران راشي

د پښتون بابا په لاس کښې

درست پښتون او افغان راشي

بيا هماغه شپې او ورځې

د پښتون په جهان راشي

په هماغه زړو مينو

بيا زمونږه کاروان راشي

په هر زړه کښې بېل بېل قسم

اميدونه او اسرې دي

څوک د ښکلو ښو مخونو

اميدوار د نندارې دي

د چا مال او دولت خوښ دی

په دنيا يې سترگې سرې دي

چا د بل مقصد د پاره

سنجولی څه چارې دي

ښه خبر په دغه راز شه

ای زما د سترگو توره

چې يوازې په دنيا کښې

ژوندون نه کېږي هر گوره

هر پيغام چې يو غوږ اوري

بل ته هم رسېږي وروره

د يوازې ځان سودا ته

وباسه زړه له کوره

چې پردو لره يو ښکارئ همدغه مودی يووالی

نوک اورۍ کله بېلېږي نشته تاسو کښې بېلوالی

سپين او تور د يوې سترگې کله يو له بل بېلېږي

په بېل رنگ کله دوه وروڼه يو له بله پردي کېږي

يوه ورځ به داسې راشي چې پښتون واړه راټول شي

لر او بر پښتانه واړه بېر ته يو کور او کهول شي

ته او نور پښتانه واړه

په يوه ژبه گړېږی

په يوه نامه هر کله

او په هر ځای کښې يادېږئ

د يوه پښتون په ښه نوم

سر تر سره ټول نازېږي

د دښمن او دوست نظر کښې

لکه يو وجود ښکارېېږئ

غم مو يوښادي يوه ده

په رگو کښې يوه وينه

زه او ته د يو مخ سترگې

خلق موبولی ښۍ او کيڼه

دواړه يو شانې غږېږو

مروديو وجود په مړينه

اختلاف د نظر نشته

چې موجب د بېلتون شينه

راشئ! ای پښتنو وروڼو

يو له بله به ځارېږو

د پښتون د ژوند د پاره

به هر يو له سر تېرېږو

خوشحالي به مو يوه وي

په يوه غم به کړېږو

په نامه د پښتنوالی

به مونږ واړه قربانېږو

دا زخمي زړگی به روغ شي

د غليم زړه به زخمي شي

دا ارمان به له زړه ووزي

له غمونو به خالي شي

څوک چې زړه لري هر گوره پکښې هيله او اسره ده

دا آرزو له ډېره وخته تر دې وخته راسره ده

د الفت خواږه اشعار به

پښتنو په خوله جاري شي

پښتنې دنيا به جوړه

کور په کور به خوشحالي شي