غزل

زمـــــــا زړه د ازادۍ پـــه شـــمــــــال خـــــــوري

Malang Jan

لــــکه ګـــل چـــي د اوبـــو په سر سمسور وي

د اســـلام د بــیـــرغ ســـوري لاندي ناست یم

لـکـه خــاص چـــي بــه جــنـت کې د چا کوروي

خــوشــبـــویــې مــې د خپل قام په د ماغ لګي

لــکــه څــاڅــکـــي د پـلیــل چي په چا پور وي

لـکه طفل چی خوشحال په غیږي د مور وي

د فـــقیر مـلنــګ جان د غومره بخت بس دي

پــه ازاد ژونــــد چی ازاد وطن کې ګور وي

چــــي ازاد نــــوم یې ازاد وطن کې خور وي