نظم

زمان

Abdul Bari Jahani

دا زمان لكه برېښنا ځي او كه موږ ځو په تلوار

لېونى سومه خالقه راته ووايه اسرار

نه جنت دى چا ليدلى نه دوږخ څوك سوځولى

نه كوثر د چا تر شونډو نه څوك وسو په انګار

ورك داستان پټه كيسه ده نا پايانه افسانه ده

زر د ژمي شپې سوې تېرى زر كلونه د بهار

هغه لمر هغه سپوږمۍ ده هغه ورځي هغه شپې دي

له هغه ستورو ښايسته ده د اسمان سينه سينګار

نه يې سر چاته معلوم دى نه په سور يې څوك پوهېږي

ښوروي ورته سرونه په هر موړ كي صدهزار

له آدمه تر دې دمه سر پرسر پيالې تشېږي

دا خمار له نشې زېږي كه نشه ده له خمار

چي د مينى نوم راغلى د بېلتون زڼي كرلي

نه هجران له شپو وتلى نه څوك وصل سو د يار

نه په كلي د جانان كي د اغيار قدم سو ستړى

نه د ګلو له بستره زخم و وتى د خار

نه لمبې د شمعي مړې سوې نه پانوس ووت له بزمه

نه پتڼ په لمبو سوړ سو نه محفل خپور سو د يار

دا كاروان به لا تر كومه سر پر سر وهي مزلونه

پاى ته كله به رسېږي په اغزيو پټه لار

خبر نه دى چا راوړى د كاروان له سر منزله

ملا جانه راته وايه خلګ تا بولي هوښيار