نظم
زمان
Abdul Bari Jahaniد ژوندون بېړۍ لاهو ده
د زمان په توپانو کي
د مرموز هدف پر لوري
په ناپايه طغيانو کي
د هستۍ په نوم نېستي ده
د نېستۍ په نوم هستېږي
نابلده يې مسير دئ
ټکرونه خوري تېرېږي
هم وحشت لري په غېږ کي
هم پر مينه مين زړونه
د افق خونرېزه ژبه
د طلوع سپين پيغامونه
پکښي هر څه ناروا دي
پکښي هيڅ ناروا نه دي
څه بېړۍ څه يې سفر دئ
دا پر کومه خوا يې تله دي
څه ناپايه سفرونه
څه ناکامه کاروانونه
د جرس په ماته ژبه
د ژوندون بيده رازونه
څه غروب څه خوني وړانګي
څه آسمان څه تنورونه
څه له اوره ډکي وريځي
د انګار په زړه کي غرونه
څه د وينو سوغاتونه
څه ناترسه سوغاتونه
څه خاموشه جلادي وه
څه د قهر درمندونه
څه مستي څه مکېزونه
څه ساقي څه ډک خمونه
څه ګناه څه دوږخونه
څه شيخان څه عذابونه
څه محشر د عشوه ګرو
څه لوڅ سوي سپين ورنونه
څه غمزې څه ځواني ميني
د نازونو چپاوونه
څه بېباکه هوسونه
څه رټلي پاک عشقونه
څه ښايستې روښانه سترګي
څه کاته څه مست رمزونه
څه نيمګړي ارمانونه
څه د اوښکو سېلاوونه
څه نامراده د غم کرږي
څه بدبخته منزلونه
د سينو په قفسچو کي
خاموش سوي اميدونه
د لحد په زندانو کي
بيده سوي دي څه زړونه
څه حسنونه دلته ښڅ سول
څه عشقونه تباه کېږي
څه ښايستې سترګي سوې پټي
څه د سوز اوښکي ورکېږي
څه زګېروی د چا له ياده
وچولې د زړه ويني
د چا سپيني ورځي توري
د چا توري شپې سوې سپيني
څه د شور پېمانه زړونه
څه له اوره ډکي ويني
د احساس ژبي ګونګۍ سوې
چا سنګسار کړې پاکي ميني
څوک له رازه سره ښخ سول
چا نيمګړي څه ويلي
چا د اوښکو ډکي سترګي
يو وار شا ته اړولي
څوک په هر څه باندي پوه سول
چا لا هيڅ نه وه ليدلي
چا لا څه شکوه کوله
څوک په ډکو زړونو تللي
څومره دلته خندېدلي
د نسيم د غېږ ګلونه
څه غنچې نيمه خوا سوي
څه خزان څه يې بادونه
څومره سترګي قهرېدلي
څومره نوري سوې نمجني
څه لاسونو کړلې وراني
د آرزو د سوما پيني
څه مجنون دښتونه پی کړل
څه فرهاد سوري کړل غرونه
څه لاسونه ګناهکار سول
څومره وځورېدل زړونه
څه سکندر څه لېونتوب وو
څه سرکښه مست اسونه
څه تاړاک څه پايکوبي وه
څه د زغرو توپانونه
څه چنګېز څه ناتارونه
څه وحشت سوي ښارونه
د حسرت په کنډوالو کي
پرې سرونه مات هډونه
زمان هر څه سره يووړل
د آرامي نړۍ خولې ته
د ژوندون وروستي پړاو ته
د رازونو خزانې ته
هلته هر څه خاوري کېږي
هلته هيڅ شکايت نسته
هلته ټوله سره خپل دي
هلته هيڅ ملامت نسته