نظم

زنار

Abdul Bari Jahani

ساقي غاړه مي راوړې

په زنار يې تومتي که

د ګناه په سېلابو مي

دوږخونه توپاني که

په خمار کي لاهو سوی

په مينا مي اسماني که

د مستيو په بقا کي

دا لنډی ژوند را فاني که

ساقي نن مي لا خړوب که

سبا هر څه چي پېښېږي

لکه زموږ چي زاهد هېر دئ

د ده زموږ ګناه هېرېږي

راکوه يې چي چښو يې

دا وروستۍ پيالې د ميني

دا د تاک د زړګي وينه

د شرابو ډکي پيني

دا د نن رندان که نه وه

هم به خم پر خم تشېږي

د زردشت د مذهب اور دئ

دا به سر پر سر بلېږي

راکوه يې چي مستېږو

په مستۍ کي مو هستي ده

موږ د موج په اور ژوندي يو

په آرام کي مو نېستي ده

د رندانو په آئين کي

د ساحل غوټې وړې دي

د بحرونو توپانو کي

د اوږدې بقا څبې دي

د هغو څپو په طمع

د بدمستو حريفي ده

هستي سازه بدمستي ده

نېستي سوزه پايکوبي ده