نظم

زندان

Gul Pacha Ulfat

لاړم دارالمجانين ته

هلته وڅو لېونی

ډېر بې قيده غږېدل

ژبې نه وې په فرمان

ازادي وه د بيان

په خبرو بنديز نه و

نه و ډار د څارنوال

د خطر احساس هېڅ نه و

بې پروا و ناطفان

ناخبر له اين و آن

کيدې رنگ په رنگ خبرې

بې ادابو بې ترتيبه

د هر چا کلام مصئون و

لکه ځوی د پارلمان

له قانونه په امان

دروازې که وې تړلې

ځنځير پيچ و ليونی

په نامه شفاخانه وه

هېچا نه باله زندان

بدل شوی وعنوان

له هغه ځايه چې لاړم

د محبس تورو کوټو ته

هوښياران لا په عذاب و

ترېنه ښه و لېونيان

دا د عقل دښمنان

په پښو کښې زولې وې

په لاسو کښې اتکړۍ

هوا حبسه رڼا نه وه

ژوندون ډېرو هر اسان

په بد حال کښې و بنديان

مگر ژبې بندې نه وې

وينا وه ډېره ازاده

لوڅ اوبو نه نه وېرېږي

نه له بند څخه بنديان

نه له اوره پتنگان

چې راووتم له بنده

تگ راتگ هر لور ازاد و

هر څوک وپخپله خوښه

غلامۍ ته ور روان

د يوه بل بندگان

آزادي د فکر نه وه

ژبې بندې وې له ډاره

په احتياط احتياط مجلس کښې

غږېدل به وزيران

وايه! چېرته و زندان

په کو ځای کښې و بنديان