نظم
زړه غواړمه
Gul Pacha Ulfatچې د غمجنو په حال سوزي هغه زړه غواړمه
داسې پتنگ سره يو ځای خپل سوزېده غواړمه
لږ غوندې درد او دلسوزي د همدردۍ د پاره
که په کوم زړه کښې ځای لري ترې ځارېده غواړمه
د سوزژړا چې کله وينمه د شمع په مخ
د رنځورانو سرته هسې ژړېده غواړمه
زړونه ساړه دی زه پتنگ غوندی سور اور لټوم
دومره ساړه کورکښې زه کله اوسېده غواړمه
چينې د سترگو وچې شوی گريوان لوند نه وينم
له هغې وريځې چې ږلۍ اوری او به غواړمه
چې دولتمن حج ته روان ورته وايمه زه
زړه کښې گرمي هغې صحرا ځنې راوړه غواړمه
چې خپل حرم کښې سره او سپين مخونه گوری مدام
سپېرو مخونو دخوارانو ته يې کاته غواړمه
چې بې پروا د گل په شوق ښايسته گلزار ته ورځي
د دهقانو له احواله يې خبرېده غواړمه
نه يمه مچ چې د آشنا په خوږه ژبه شم خوښ
د غم په ورځ ورځنې زړه کښې کړېده غواړمه
الفت هېچاته بله هيله او اسره نه لري
زړه پسې گرځم هسې نه چې سپين او سره غواړمه