غزل
زلفې دې لمر مخيه کړه ښکاره خپلو مېنو ته
Hamza Shinwariزلفې دې لمر مخيه کړه ښکاره خپلو مېنو ته
ځکه چې علاج لره تيرې بويه لېچنو ته
گرد چې د بې وزلو دزړه نه شې که ځلا غواړې
گوره آيينه چې ور مخ نه کړې اسوېلجنو ته
لا مې لېونتوب چې د گنډون له درده واخلي خوند
وړم د زړه گرېوان ځکه د يار د بڼو ستنو ته
لرې کړي مزاج د اختلاف د دين دنيا ځنې
ښه مېړه ضامن د اتحاد گڼه دوه بنو ته
لوی وي هم سپين روبي وي، خو زه ورته حيران شمه
خلک چې نسبت د سړيتوب کړي ځينو ځينو ته
هېر به فلک هم دهغو جونو پت او ننگ نه کا
ټوله شپه په کار، سحر به ناستې وي مېچنو ته
دا څه لېونتوب دی چې حمزه په بيابان کې زه
لاس مې د اشنا د بڼو خيال واچوي غنو ته