قطبيصفتنارینه
polar
ماناوې
- polar
- polar, of the poles
پښتو تعریفونه
- د قطب، قطب ته منسوب، په قطب مربوط؛ قطبي اقليم (جغ.) د ځمکې درې د دوو قطبو اقليم چې دوه موسمه لري؛ پسرلي او ژمي. په پسرلي کې ورځې شپږ مياشتې دی او که د کال فصل په شمالي نيمه کره کې دوبی (اوړی) وي، په سويلي نيمهکره کې به ژمی وي. د قطبي اقليم په منطقه کې تودخه تر صفر لاندې وي او حيواني و نباتتي ژوند له مخه ځي. اورښت ډېر لږ وي خو کله کله په موضعی توګه دباران کلنۍ اندازه ١٢٠٠ ميلي مترو ته رسېږي؛ قطبي ستوری: د دب اصغر آخري ستوری دی چې سمت ځنې معلومېږي؛ قطبي رڼا: هغه رڼا چې د قطب په ساحه کې د ١٠٠٠ مترو په ارتفاع ښکاري. قطبي ختيځ بادونه: د ٦٠ درجه او ٩٠ درجې شمالي او جنوبي عرض البلدو تر منځ بادونه…
- د قطب، قطب ته منسوب، په قطب مربوط.
بېلګې
جنوبي قطبي مناطق
Antarctica
شمالي قطبي مناطق
Arctic
ژباړې (5)
- الماني
- polar, Polar- · polar · Polar-
- فرانسوي
- polaire. · polaire
- هالنډي
- polair
- ناروېژي
- polar
- روسي
- полярный · دائره ~ Заполярье · جنوبی ~ مناطق Антарктика · شمالی ~ مناطق Арктика.
د کلمې رېښه: Arabic