رېالیزم

reālízmRealismreyālízәm

نور لیکدودونهرېاليزمرياليزمریلزمرېالزم

رېاليزمنومنارینه

realism

ماناوې

  1. realism
  2. realism.

پښتو تعریفونه

  1. رښتنواله، حقيقت غوښتنه، واقعيت غوښتنه، د واقع اصالت، حقيقت پالنه؛ رياليزم د realis لاتيني ريښې او rerrum (شی، شيئيت) څخه را پيدا شوې کليمه ده، نو رياليزم يانې هر هغه څه چې پر شي او له ذهن نه د باندې پر واقعي پديدو اړخ لګوي او هغوی د ملاک په توګه پېژني
  2. (اد.) د يوه ادبي مکتب او هنري اسلوب نوم دی چې په ١٨٥٠ م کال په فرانسه کې منځ ته راغی. د دې مکتب د اصولو په اساس هنر د واقعيتو او د هغو د عللو او تحليل و تجزيي مستقيم بيان دی نو طبيعت او د ژوند نور مظاهر بايد د خپلو ټولو ښکلاوو او بديو (ناخوالو سره منعکس شي
  3. فل. ١- په سکولاسټيکه فلسفه کې: واقعيون، هغه ډله چې ويل يې (کلي) له افرادو څخه خپلواک واقعيت لري (د ناميناليزم مقابل)؛ ٢- هغه ډوکټورين چې وايي کليات واقعيت لري (د ناميناليزم مقابل)؛ ٣- عيني پديدې له ذهن نه د باندې واقعيت لري
  4. هغه تيوري چې وايي کليات د جزئياتو په ضمن کې او همدارنګه عندالکثره وجود لري او يا يې د قبل الکثره کلياتو په ضمن کې وجود لرلی دی4-په اپيسټمولوجي کې: رياليزم د واقع او د باندني اصالت دی. هر څه چې تجربه کېدای شي حقيقت لري
  5. د سادګۍ پلوي
ژباړې (3)
الماني
Realismus m. · Realismus (der)
فرانسوي
réalisme (m.). · réalisme
روسي
реализм · ~ سوسیالسی социалистический реализм.