ریاضیات

riyāziyā́t

نور لیکدودونهرياضيات

رياضياتنومنارینه

mathematics

ماناوې

  1. mathematics

پښتو تعریفونه

  1. رياضي
  2. د پوهنو يا علومو يو ګروپ دی چې د کميتو (مقادير) حجمو، فرومو او د دوی د اړېکيو او نسبتو سره سروکار لري، دغه پوهنې د خپل کار په ترځ کې د سمبولو او عددو څخه کار اخلي. لکه: حساب، جامعه او فاضله حساب (کلکيولس)، هندسه او الجبر. رياضيات هغه علم دی چې د کميتو تر منځ د ثابتو مناسباتو په رعايت سره د ځيو مناسباتو په وسيله نور مناسبات ټاکي (کانټ): د رياضياتو مبادي: ١- متعارفات، بديهي، ضروري او کلي قضيې دي چې د کمياتو تر منځ ضروري مناسبات افاده کوي، لکه کل تر جزء لوی دی؛ ٢- موضوعات: موضوعه، بې دليله منلې شوي قضيې چې متعارفاتو غوندې ضروري او بديهي نه وي، توپير يې دا دی چې متعارفه قبلي او موضوعه بعدي وي
  3. تعريفات، کمياتو او اشکالو ته عمومي فکرونه ورکوي او موږ کولاي شو چې د هغو څخه جزيي او خصوصي نتيجې تر لاسه کړو. تعريفات د رياضي د مفاهيمو شرايط او حدود ټاکي او د دوی اړېکی راته څرګندوي

د کلمې رېښه: Arabic