طریقت

tareeqáttariqáttarɪqát

نور لیکدودونهطريقت

طریقتنومنارینه

a way, path, group in Sufism, mysticism

ماناوې

  1. a way, path, group in Sufism, mysticism
  2. way
  3. way, course, road
  4. route, lane
  5. path, track

پښتو تعریفونه

  1. لار، مذهب، علم تصوف، دَ باطن تزکيه
  2. لاره، لياره
  3. روش
  4. تص. د سلوک دويم مزل دی (شريعت، طريقت، حقيقت، معرفت)، په دې مزله کې د ځينو ځانګړو رياضتو، عملو او فکرو په وسطه سالک خدای پېژندنې ته رسېږي. صوفيان وايي: طريقت انفسي سير دی . په دې مزله کېدبشري طبيعت تيارې په رڼاوو بدلېږي او د انسان بدخاصيتونه لکه بخيلي، حرص، کبر، قهر، شهوت، کست، ځان غوښتنه، په سخا، قناعت، کميني، حوصله، مينه، پېرزوينه، ايثار ونړۍ ليدنې بدلون مومي. طريقت د باطني تزکيي په نامه هم ياد شوی دی
  5. لاره، لياره، چلند، تص. د سلوک دويم مزل دی.
  6. مذهب
  7. باطني پاکوالی
  8. په لغت کي لار، رودې، طريقې او مسلک ته وايي. د اسلامي تصوف او عرفان مشرانو د طريقت اصطلاح په بېلا بيلو ډولو بيان کړې ده. ځينو طريقت د زړه او باطن داسي پاکوالی ګڼلی دئ، چي د شرعي احکامو په بشپړ تطبيق او له زړه څخه د ماسوای الله په نېست کولو تر لاسه کيږي. له همدې اسيته، صوفيانو او عارفانو ته د طريقت خاوندان وايي، چي د شريعت او باطنۍ پاکۍ پر لار روان دي. وتلی عرفاني مفکر شېخ عزيز الدين نسفي (۶۳۰- ۷۰۰ ه.ق.) په خپل لوړ عرفاني اثر (انسان الکامل) کي طريقت د انبياوو کړنه بولي او د (کامل انسان) عرفاني اصطلاح د هغه چا دپاره کاريي، چي د شريعت، طريقت او حقيقت په ګاڼو سمبال يي. ځينو طريقت هغه پوهه ګڼلې…
  9. (لغ) لار، (لاره)، ليار (لياره). (اصط) د سلوک دوهم مزل دئ، په دې مزله کي د ځينو ځانګړو (خاصو) رياضتونو، عملونو او فکرونو په واسطه سالک خدای پېژندني ته رسيږي. صوفيان وايي: طريقت النفسي سير دئ، په دې مزله کي د بشري طبيعت تيارې په رڼاوو اليشيږي او د سړيو بد خاصيتونه، لکه: بخيلي (کنجوس‌توب)، حرص (سراښتوب)، کبر (لويي)، خښم (قهر)، شهوت، حسد (رخه)، خودخواهي او خود بيني په سخا (رېشاتوب)، قناعت، کميني (تواضع)، بردباري، محبت، پېرزوينه، ايثار او جهان بينۍ بدلون مومي. طريقت د باطني تزکيې په نامه هم ياد سوی دئ. طريقت کلمه په دغه اصطلاحي معنا د دېوان په (۱۹۷) بيت کي راغلې ده.
ژباړې (2)
الماني
Methodik [Mystik]
فرانسوي
voie (f.) (mystique). · voie (mystique · voie