نظم

نيرنگ عشق

عبدالحمید مومند

پس له حمده له دروده وايي دا

دا په در د ښکلي مخ ولاړ گدا

چې په وخت د اورنگ شاه، آتش پاره

له مجمره د پنجاب شوله ښکاره

زمانې په ډېر پوکل سره بل اورکړ

بيا يې پورې د عزيز د زړه په کور کړ

دا قصه د اور حصه، زما صاحبه

د کنجاه محمد اکرم کړه فارسي ژبه

چې يې ولگېده تاب زما په زړه

لولپه يې کړ کباب زما د زړه

چې مې وليد دا کتاب سيم و ذهب

مشتمل پر مسئلو د خپل مذهب

له مجازه حقيقت ته رسېدلی

بلوسېدلی په کږو سم رسېدلی

خوا ناخواه راغی هوس چې يې پښتو کړم

باندې گرمه هنگامه د پښتنو کړم

چې يو څو ورځې خاموش لکه صدف شوم

ددې دُرو په پېيلو مشرف شوم

که هر څو مجازي مينه ناروا ده

هېڅ د شرعې شرم نه لري رسوا ده

بيا چې پول د حقيقت مجاز وايه شي

مېبايد چې دې شکست ته سازوايه شي

ما تول د سازولو په مطلب

عيب نه لري ملا، مه چيچه لب

د سايل له مقاصدو مقابل

کله کله شي وصول لره قابل

پېژانده د څيز، له ضده د څيز هم شي

څه لازم دي چې دې پېژاند په لازم شي

مونږه ډېر خلق ليدلي اورېدلي

په مجازو حيققت ته رسېدلي

اورېدلی مې دا نقل مکرر دی

البته چې مکرر يې مقرر دی

چې اول به نېک انجام مولوي جام

څښه شراب د مجازي مينې په جام

وظيفه يې وه په طور د پاکانو

محبت په ساده رويو هلکانو

هسې رنگ به په دا شمع پروانه شو

چې به درست له نام وننگه بېگانه ش و

هسې شان به مبتلا مين او تر شه

چې به سپک لکه بڼه د علم غر شه

چې به نه و يو امرد په مدرسه کې

بل يې نه اېښو خرد په مدرسه کې

آيينه چې به يې مخ ته ښکلی مخ و

توتا طور به يې هاله گويا په سخ و

چې واهه به يې په دا شکرو شخوند

لولولو به يې هاله کاوه خوند

چې غلام د غلامۍ په محبت شو

نهايت په دا سودا کې يې محنت شو

يوه ورځ خواجه احرار سنگ پارس

د کرم په ښيښه زر کړه دده مس

چې نظر کېميا نظير په حال دده کړ

مشاهده يې نا تمام کمال دده کړ

وې يې څه عجب ملا مې معتبر دی

حيف دا چې له باطنه بې خبر دی

څه حکمت عملي معين راوړی

چې ظاهر يې پر کوپار د باطن راوړی

هغه دم له خلقه گوښی په تدبير شو

په صورت د ښايسته هلک تصوير شو

آراسته و پيراسته په کمال حسن

نو خاسته وبرخاسته په کمال حسن

غمزه گروشېوه گرو لکه حوره

فتنه گرو جلوه گرو لکه حوره

ناگهان په مدرسه د ملا راغی

په لباس کې د بلا په سلا راغی

د ملا په مجرد د ليدو دله

صبر هوش قرار يې والواته په بله

دم يې نه واهه بې دمه تش کالبوت شو

له هيبته حيران پاتې لکه بوت شو

نهايت چې غلبه ورباندې شوق شو

محبت يې د ناموس دغانړې طوق شو

دايره شوه د قرار ورباندې تنگه

د وقار شيشه يې وويشته له سنگه

لا علاج له ځايه پاڅېده ولاړ شو

ددې صيد دنيولو په ويلاړ شو

په بانه بانه تر هغه بيا تر دې شو

عاقبت په څه تقريب ورته نژدې شو

هسې سحر هر يوه په بل بنياد کړ

چې هر يو يې د بل صيد هم صياد کړ

چې خواجه دملا زړه يووړ يک لخته

نور يې واخسته يک لخت ورسره سخته

تر ناحقه مرور ځنې په څنگ لاړ

چې آشتۍ لره راغلی و په جنگ لاړ

هغه وووت لکه روح له مدرسې

دی جوسه غوندې روان شو ورپسې

که هزار زاري رويونه کړه ملا

خواجه نه کړ التفات ورته اصلا

څو به ده خواته کاوه هومره په شاته

له کمالې تمنا په استغنا ته

تر هغه څو يوې کندې وته کوز شو

د ملا تر سترگو پټ په څه رموز شو

بيا خواجه ورته ښکاره په خپل صورت شو

له دی کاره مولوی په ډېر حيرت شو

زر راولوېده حيران په پښو يې پرېووت

له مجازه توبه گار په ښونې کښېووت

چې اول يې پرې راښکلی و صورت ته

په هغه جذبه يې راکېښ حقيقت ته

چې يې پو ورباندې دم د طريقت کړ

له مجازه يې مشغول په حقيقت کړ

ورته لرې کړ خواجه په ډېر دقت

دمجاز په کونجي ور د حقيقت

مجاز هر چرې کار ساز د حقيقت دی

نور دې پاتې په دا کار کښې څه دقت دی

منيه بويه حقيقي که مجازي وي

ميدان راپېره په جنگ که په بازي وي

که دسپي په پيروی مومي يار څوک

په دا کار دې اصلا نه کا عارو ويار څوک

د حميد بوالهوسي ناکسي نه ده

په هرکار کې مناسب غور رسي نه ده

لټوي په خپله ورکه پسې هر مخ

کوم صدف په ور ښکاره که د گوهر مخ