نظم
اې پښتنو! څه کوی؟
اجمل خټکوخت په چیغو چیغو وایي اې پښتنو! څه کوی؟
ژوند ته مو ژړا کوی که ځان پورې خندا کوی؟
خپل غم به کوی که د پردو مخې ګډا کوی؟
اې پښتنو! څه کوی؟
دلته درته یو په سینه کښیناستو وهي مو
هلته درته بل راغلو بلا شو هضموي مو
یو درته لیلی لیلی کوي او ورکوي مو
بل درته الله الله کوي او خرڅوي مو
غیرو خو ټوټې ټوټې کړی کور مو دا دی وران دی
خپلو ډلې ډلې کړی وطن نه دی دکان دی
نه د پښتو پاتې شوی نه دین شو نه دنیا شوه
اې پښتنو! څه کوی؟
زوړ مړی مو بې کفنه پروت دی راته سخا
دغه ده راځي نوې بلا توره بلا
مونږ په کور کښې نښتي په زما زما زما
لاړ هر څه به بایلو که وطن دی که حیا
اې پښتنو! څه کوی؟
هسې نه چې شین اسمان خو وي سپینه پښتو نه وي
هسې نه ادم، رباب ګودر وي خو درخو نه وي
هسې نه چې توره قلم وي خو خوشحال خان نه وي
هسې نه هیواد وي څوک احمد او میرویس خان نه وي
هسې نه چې ګرم سیاست وي باچاخان نه وي
هسې نه چې منډې ډېرې وي خو صمد خان نه وي
هسې نه جنډه وي، قوم وي، خونه وي، اختیار نه وي
هسې نه چې ډکې ګیډې وي د سر دستار نه وي
هسې نه چې غوړې څڼې وي خو لوپټه نه وي
هسې نه چې تورې سترګې وي جګه شمله نه وي
ما خو خپل زخمونه دې غمونو کښې تللي دي
ما خو پښتنو ته د جرګې لارې نیولې دي
اې پښتنو! څه کوی؟