غزل

زما سپرلی هم زیړ خزان شی سوزېدو ته راځی

اجمل خټک

رېبار د یار د نوم سره زوروو ته راځی

چې مې څه ولیدل څه واورېدل د ژوند په ګودر

دا اوسنۍ پېغلې فقط خپلو نخرو ته راځی

دا خپل خاورین کنډول راواخله شوملې راوړه پکې

بس، که د نورومیخانې که زما پښو ته راځی

داستا د خېره مې توبه شه خو داسپی ګرې کا

چې غل ئې پرېښو زما کور ته غپیدو ته راځی

چې سپرلی د چا مخصوص شونو پکار مې نه دی

زما سپرلی به زما خپلو پرګنو ته راځی

د خوشحال ننګ او د بابا د مینې لاره نیسه

په دې به سره ډولۍ خټکه! پښتنو ته راځی