غزل

چې ستا دمخ دخال خبرې خپل ارمان ته کوم

رحمت شاه سائل

دزړه په للمه کر دسرو اوښکو باران ته کوم

لکه ګلاب خپله قصه په وینو وینو  شونډو

په هر سپرلي کې خامخا یو ځل جانان ته کوم

ستا په جاګیر دننه هم په کلي پاتې نه شوم

ځان ورکومه لاړم کډه بیابان ته کوم

دسربازئ په جذبو ډکې شوې دخیال ادیرې

زه به ترکومې ګدیده خوشې میدان ته کوم

ستا بې ننګئ وژلې نه یم رنځولې ئې یم

چې ستا دعا راته یادیږي ښیرې ځان ته کوم

څه دستم دبې وسې په ورځ پیدائې مینې

زه په خطا ګناه  دزړه دګل کریوان ته کوم

دزړه کتاب لولمه ټوله شپه روڼوم

زه تیاري دجانان نوي امتحان ته کوم