معاصر · غزل او انقلابي
رحمت شاه سائل
Rahmat Shah Sail
د معاصر پښتو غزل او سیاسي رومانیت یو مخکښ شاعر، چې شعر یې مینه، درد، وطن او ولسي مبارزه سره تړي.
ژوند او اثر
پېژندنه
رحمت شاه سائل د ملاکنډ د درګۍ د ورتېر کلي شاعر، لیکوال او ادبي فعال دی. د رسمي زده کړو د محدودیت سره سره یې د پراخې مطالعې او دوامدارې شاعرۍ له لارې ځانګړی ادبي مقام وموند.
د لمبو په سیوري، آخري سندره او د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري د ده له ګڼو شعري ټولګو څخه دي. د ده شعر د مینې او ښکلا ژبه له ټولنیز درد، سیاسي شعور او پښتني هویت سره یوځای کوي.
د اوسني پښتو غزل له خورا محبوبو او ټولنیز پلوه اغېزناکو غږونو څخه.
سرچینې
د پېژندنې سرچینې
ثبت شوي اثار
شعرونه
پېشګويي
زمونږ نه پس زمونږ راتلونکی نسل
تصویر
درد دې څڅېږي له نظره وارخطا دې کړمه
زما سندره
د وطن د زړه زخمونه مې راټول کړل
ځه خو سپرلئي ستا د خنديدو ده پاره غواړم
دا ده ارمان ګل ده رجيدو ده پاره غواړم
په زړه کې مې لمبې وې په لمبو کې بهارونه
موسکو شونډو دې لا پکې پیداکړه قیامتونه
چې ستا دمخ دخال خبرې خپل ارمان ته کوم
دزړه په للمه کر دسرو اوښکو باران ته کوم
درد دې څڅیږي دنظره وارخطا دې کړمه
په خوله دې ونه کړه خبره وارخطا دې کړمه
داچې په هر نظر مې رنګ اړوې
مامې دزړه سره په جنګ اړوې
زه چې مې دحال په دار فکرونه ځنګوې نه شم
هسې دې په نوم بیا باني او لیونۍ نه شم
زه لا مجرم یم په ماګرانه ملاقات نه کیږي
دیرو ته مه راځه جانانه ملاقات نه کیږي
شمع مو جامونه کړل په ټول محفل مو وویشل
عام موکړل په خلکو کې دفکر دلمبو شراب
مادې دحسن په محشر کې پریږده
دلیدو تاب مې په نظر کې پریږده
زمازړګې دهزارها شکست خوړو با وجود
زما زړګې دتمام عمر درزیدو باوجود
څنګه دجانان غم ددوران دغمه بیل کړمه
ځان اخر په کوم هنر دځان دغمه بیل کړمه
جانانه چې دسپرلي دګلبدن قصه کوله
هغه پرون ژړلو ماد نن قصه کوله
مونږ ته صلاح کړې رقیبانو مونږ ته پته ده
مونږ به خرڅوي په سامراجیانو مونږ ته پته ده
ژوند مې تیره ازغی رسا دزړه په سر پروت دی
دجانانه احساس په ګلبدن مې غر پروت دی
دلربا مې دشهید ارمان په څلي
نن څه داسې دنظر غمي شیندلي
که چیرته زه هم پکې خپله پاڼه واړومه
ځم چې دوخت دکتاب بله پاڼه واړومه
دوينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري
تاله تصوير په ګلاب جوړ کړم کنه
داوګړې په وجود څومره غني دي
خو په برخه جوارګردي تاواني دي
دګل په اورشونډ ودرنګ دخوب قصه څنګه وه
زړه په ایمان ایمان ئې وایه تما شه څنګه وه
ديو نظر څومره تاوان غواړې
زړه رانه غواړې که ګريوان غواړې
لکه شبنم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پریږده
ماډوبیدوته ته د رنګو نو په دریاب پر یږ ده
لوګې لوګې دې کړمه اور دې نه کړم
سوړ اسويلې دې کړمه شور دې نه کړم
د ژوند سپر لې یم په جهان وریږم
د مینې ګل یم په جانان وریږم
دار له مې بیا یې په زنځیر کښې بندیوان روان یم
تما شې وکړې په کوڅه د خپل جانان روان یم
زه په تپوس دخپلو ورکو ارمانونو راغلم
کابل ته راغلم په پریوتو دیوالونو راغلم
هر څو هم کۀ هيڅ چل د ژوندون ماله نۀ راتۀ
د ژوند جنون مِ دا ؤ چه مرګ خواله نۀ راتۀ
زړه څو به پټ پټ ځان له ژاړې ماته ووايه
وايه په زړه څه لرې څه غواړې ماته ووايه
شپه به مدام نۀ وي سړو سحر به هم راشي
سېلاب به موږه وړي تر څو ګودر به هم راشي
ستا د سالو لمبې ترې مړې شوې ګودر پاتې نه شو
چې مازيګر شو بې لتا، مازيګر پاتې نه شو
لکه د پرښې پر خپل ټول ژوند ورول غواړم
يو ځل دا سره ګلاب د شونډو خندول غواړم
زما د خوږ ژوندون د مينې پسرلو ملګرو
زما د خيال زما د مينې ليونو ملګرو
زما تصوير زما غزل زما سندره واوره
په فن پارو شونډو د ژوند د لار خبره واوره
پسرلے
نظم
قطعات
قطعات
مینہ خداے دے او خداے مینہ
رباعی
دا ھرہ ورځ خبرونہ ځلہ واؤرم
ھائیکو
کتابونه او نسخې