نظم

د سترګو رنځ

دروېش درانی

زه طبيب ومه او کوت به مي هر کلى

يوه ورځ وم ستاسي خوا ته درغلى

په کتلو وم لګيا د رنځورانو

ما کول دارو دوا د رنځورانو

له سړيو پس سو وار د ماشومانو

چي تمام سو کله کار د ماشومانو

نو د ښځو و کتلو ته وزګار سوم

و راتګ ته د هغو سترګي په لار سوم

په هغو کي راغلې ته تر نورو وړاندي

تر پاړسوب دي وې اوښکلني سترګي لاندي

ښکارېده چي بيماري ده د سترګو

نوره جوړه يې خواري دي ده د سترګو

ګڼه ګوڼه چي د ښځو سوه پاى زياته

په خپل وار به ته اول راتلې و ما ته

مګر ته ما ته اول را مخته نه سوې

و په دې کي چي هر چل را مخته نه سوې

زما خيال و چي ته ډېره يې زړه سوانده

تر خپل ځان دي ده په بل زياته کهانده

خپل وار بل ته ورکوې چي درد يې کم سي

تر ځان بل ګڼې حقدار چي کار يې سم سي

زه طبيب ومه او کوت به مي هر کلى

دغه ورځ وم ستاسي خوا ته درغلى

وې راغلي رنځوراني وروسته وړاندي

ما کته هره يوه پر خپل وار باندي

ډېر وخت پس مي پام در واوښت ستا و خوا ته

چي په ښځو کي وې ناسته چرته شا ته

ما ويل چي ته خو مخکي وې راغلې

ولي ناسته يې دا هسي تر شا غلې

را ولاړه سوې زما په دې وينا ته

په نيولي قدم راغلې پاى تر ما ته

ما چي وکتې ستا سترګي تکي سرې وې

تېري سوي پرې د خوږو ډېري شپې وې

چي دارو د رنځ مي کله درکړل تا ته

نو ويل مي چي اوس ته ځه د خپل کور خوا ته

ځه پر هغه لاره باندي چي وي لنډه

دارو سترګو نه ور واچوه بې ځنډه

مګر ته کښېناستې بيا د ښځو شا ته

ما ويل څوک خوندکۍ به دي وي پاته

چي هغه وګورم زه نو بيا به ځې ته

تر هغو پوري به ناسته يې دلې ته

رنځوراني مي کتلې ښه تر ډېره

ته مي وې په دغه وخت کي بېخي هېره

ګڼه ګوڼه سوه د ښځو ورو ورو کمه

لاس مي ونيو چي لږ سا کړم ور ته سمه

دغه وخت مي پام در واوښت بيا و تا ته

دا مي وليدل چي ګورې ته و ما ته

له کتلو دي څرګنده وه خبره

زه سوم پوه چي چرته بنده وه خبره

چي راتلې نو بيماري دي وه د سترګو

نوره جوړه وې خواري دي وه د سترګو

مګر دلته دي سوې سترګي خپلي هېري

سولې څړيکي دي د زړه و ميان ته تېري

زه سوم پوه چي د دې څړيکو سبب زه يم

زه سوم پوه چي ستا د ناستي مطلب زه يم

ته يې تږې او زه داسي يو سراب يم

چي دا وخت ستا په ګمان روان درياب يم

زړه دي نه غواړي چي ولاړه سې ما پرېږدې

ته له دې ځايه ولاړه سې ما پرېږدې