نظم
څړه
دروېش درانیدا خپل کور زه ځکه کور بللاى نه سم
اور د خپل کور نغري ، اور بللاى نه سم
چي په کور کي همېشه وي ګڼ وګړي
د يوې کورنۍ وي پکي ډېر غړي
خو په دې مکان کي زه يمه يوازي
دې سينه کي لکه زړه يمه يوازي
چي سهار له خپله ځايه سم را پورته
ځير ځير و ګورمه کښته او بيا پورته
هيڅوک نه وي چي څه و وايي و ما ته
يم حېران چي سترګي واړومه چا ته
په روزګار پسې د چا دپاره لاړ سم
زه په کار پسې د چا دپاره ولاړ سم
مګر يمه چي دا رنګه په زوال کي
را ته وي داسي احساس هم په دې حال کي
لکه چرته چي څوک وي نژدې يا ليري
زما خوا ته يې وي مخه د خبري
را ته وايي ځه په کار پسې ولاړ سه
څه ته ناست يې په روزګار پسې ولاړ سه
زه يم ستا د سپېره کور زرغونه ونه
په خولو به مي د تن کوې پالنه
سهار زه هم په روزګار پسې روان سم
لکه نور خلک په کار پسې روان سم
ټوله ورځ و باسم زيار په ډېره مينه
په خولو کړمه بدله د تن وينه
په کار را ولم خپل مټ او خپل مړوند زه
زور يې کړمه په ډېر ښه ډول څرګند زه
تر ماښامه وکړم ډېره زياته ګټه
تر هر چا وي زما برخه ډېره غټه
خو حېران يم چي دا ګټه يوسم چا ته
کور هيڅوک سترګي په لاره نه وي ما ته
را ته وايي چي راځه را درومه کور ته
ګوره شا نه کړې د خپل نغري اور ته
درته ځان ښکارېږي داسي تنها څله
زه دي ځان يم لېونيه ! زه دي خپله
هر سترګه مي ستا لار ګوري په څار ده
ستا د دوو لاسونو ګټه مي په کار ده
چي ماښام زه له روزګاره ستړى راسم
په غبار سپېره له کاره ستړى راسم
د کور غولى مي په خاورو باندي خړ وي
په بېخونده نغري کي مي اور مړ وي
بنده نه وي چي مي مخ ته را ولاړ سي
په ليدو يې غم زما د زړګي ولاړ سي
چي په خپله څه پاخه کړم دې ته اړ يم
چي پاخه يې کړم بيا ناست ورته يکړ يم
چي سي دا مرحله هم را باندي تېره
نو له ما سره پيدا سي دغه بېره
چي بستر ته به اوس بيا ور ننوزم
لکه قبر ته ، تنهار ور ننوزم
را ته وايي دا په کوم وير مبتلا يې
چي زه يمه نو ته څله وارخطاء يې
درځه پرېوزه چي تلتک درباندي سم کړم
ستا د زړه څخه به ليري هر يو غم کړم