معاصر · غزل او ازاد نظم
دروېش درانی
Darwish Durrani
معاصر شاعر او استاد، چې غزل او ازاد نظم یې جګړه، ټولنیزه غمیزه، انسان او د سولې ارمان انځوروي.
ژوند او اثر
پېژندنه
عبیدالله دروېش درانی د معاصر پښتو شعر یو پېژندل شوی شاعر او د انګلیسي ادبیاتو استاد دی. کورنۍ یې د کندهار له ګلستان سره تړاو لري او وروسته په کوټه کې مېشته شوه.
هغه ګڼې شعري ټولګې خپرې کړې دي. د ده په غزلونو او ازادو نظمونو کې د افغانستان او پښتني سیمو جګړې، انساني زیان، ټولنیز درد، مینه او د سولې غوښتنه مهم موضوعات دي.
د جګړې او معاصرې پښتني غمیزې یو له خورا پیاوړو شاعرانه انځورګرو څخه.
سرچینې
د پېژندنې سرچینې
ثبت شوي اثار
شعرونه
په هره اوښکه کښې مو لمر ويدۀ دے
ځپلو! ويښ ئې کړئ سحر ويدۀ دے
مزدوره
نه ځان بولم ملايکه او نه حوره
څړه
دا خپل کور زه ځکه کور بللاى نه سم
بلنه
ستا آواز راته چي ما لره را درومه
د سترګو رنځ
زه طبيب ومه او کوت به مي هر کلى
وسوسې
پرون ما ليدلې پېغله وه که حوره
د لاس نخښه
د اوبو واله چي ستاسي د کلا نه
خالي تخت
شپې د امن وې تازه د دې دنيا وه
هجرت
چي له خپله ښاره کړى موږ هجرت دئ
د ژړا ځاى
زه وم پېغله ، تاسي چيغه کړه چي جنګ دئ
سندري
مسافره چي تيار سې ته سفر ته
سندري
نو به اړ يې چي خنجر درسره واخلې
سندري
نو به سم د کوربنو ور ته خنجر وي
سندري
چي يې اوري نو غمونه يې ټول هېر وي
د فطرت مرسته
زه خبر سوم چي دئ مېلمه راتلونکى
د فطرت مرسته
ده رڼا يې ډېره تته ، ډېره کمه
د اوسپني کلا
چي وتمه زه په دوه لاسه دنيا ته
لارښود
کوټل سوي وو زموږ دا خوږمن زړونه
د تن غړي
په وجود چي مي لوى خداى وو پوري کړي
زما شپېلۍ
يوه پېغله ناخبره له جهانه
ورک ماشوم
چي له خپله کاره راغلم کله کور ته
دېوال
چي له تاسي مرور ستاسي نصيب و
وَ اَنَّهُمْ يَقُوْلُوْنَ مَالاَ يَفْعَلُوْنَ
زه شاعر وم ملغلره مي هر خيال و
زما برخه
چيغه پورته سوه چي خداى مو مهربان دئ
کچکول
ناقراره مي له درده بيا زړګى دئ
د يار و زلفو ته به ځير ومه تر ډېره پوري
ځوړند به زهّ په دا زنځير ومه تر ډېره پوري
د مدينې وخواته ځي او تر مطلبه رسي
پر دغه ل ر باندي مومن تر خپله ربه رسي
مهْ كوه زړګېه! د اغزو ډكه دا لاره ده
ځه چي په صلا د وخت په بله خوا قدم واخلو
چي ځكلولي مېرې غوندي سپين سترګي ځي
په شان د مور، شپه مخلوقات پر ځنګنو ويدهْ كړي
دښمن په زوره ننووت په کور د پښتا نه
خو دغه کار یې هم وکړ زور دپښتا نه
زړه مي درد کو ي له زړه ورپسې ژاړم
د ښمنا ن چي مي و ي مړه ورپسې ژاړم
په تياره کي د اوربل ګورم لګيا يم
د خپل ورک زړ ګوټي غل ګورم لګيا يم
موسم بدل د ی ښائي تللي مر غا ن بېر ته راشي
و خپل وطن ته د کډوالو کاروا ن بېرته راشي
په مړو کتو مي پر زړ ګي باندي باڼه تېروې
زما د کور پر کاڼي ما و ته چاړه تېروې
رقيب دا دومره لوی انعام وانه خلي
يار د هغه د خلې سلام وانه خلي
بار خو،ز نه ،اوربل،ستر ګي اولب نه هېر وم
دروېشهنغمتونه به درب نه هېرومه
له یوه بل ، له بله بل څراغ بل کړی دی موږ
چي تاريکه وي هلته تل څراغ بل کړی دی موږ
زياتي چاره د دغه څيري پېراهن په کار ده
توره کار نه کوي په دې وخت کي موستن په کار ده
دچپاومخته ګونګ دکلي هر انسان پاته شو
دخدای په کور کې پر نیمي باندې آذان پاته شو
زما په زړه کې که بتان وینې نو مات یې کړه ته
دا بتخانه دغسې مه پریږده، جومات یې کړه ته
سر چې کوټې نو ودستار ته تاوان مه رسوه
ددښمنانو و وقار ته تاوان مه رسوه
ؤ ارمان ئې ستا ګزار او ته رانه غلې
درویش نورو کړ سنګسار او ته را نه غلې
هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شي
بس له لرې ورته وګوري روان شي
له شونډو نه وه، له بڼو او له رخساره نه وه
زما ګيله له خپله بخته وه، له ياره نه وه
ډېر سره لرې يو موږ ډېر سره نږدې كړې خدايه
زما په اوښكو د جانان سترګې لندې كړې خدايه
بدن ته نه رسېږي دغه تاوان زړه ته رسي
كږه خبره د سم غشي په شان زړه ته رسي
دښمن په زوره ننوت په كور د پښتانه
خو دغه كار يې هم وكړ په زور د پښتانه
بارخو، زنه، اوربل، سترګې او لب نه هېروم
دروېشه! نعمتونه به د رب نه هېروم
کتابونه او نسخې