غزل

خط په مخ د صنم راغی

عبدالحمید مومند

خط په مخ د صنم راغی که سپوږمۍ شوه په هاله کې

دا يې غاښ په خوله کې زېب کا که ژاله شوه په لاله کې

هسې رنګ سحر او جادو کا په نظر د شهلا سترګو

نه يې سیال په هند کې شته دی نه ثاني په بنګاله کې

لکه ونښلي مرغۍ په سست دام د سلو لومو

هسې رنګ پرېشانو زلفو کې ویستم په کشاله کې

دا زما له غمه شین زړه پکې خیال د یار د شونډو

هسې رنګ زېب و زینت کا لکه می په شنه پیاله کې

ما ویل عین ګڼه ګل دی د غونچې په لمن نغښتی

که مې کوت یو ګل اندام و پروت په سبزه دوشاله کې

ښکلی مخ کړي ولې ناسته په مجلس د رقیبانو

په جوار د سپیو نه وي هیڅ ارام په غزاله کې

سر تر پایه غم د هجر لکه نی سوری سوری کړم

ځکه یم مدام دا هسې رنګ په آه او په ناله کې

که یار غواړې هومره ژاړه څو درځي عبدالحمیده

دا په دا چې دُر مونده شي په دریاب نه په ناله کې