شعر
لوګی شمه له تانه
ملنګ جانلوګي شمه له تانه پتنګ دې یم پتنګ
زما پښتو نستانه ملنک دې یم ملنګ
موږ ستا ل زیږو کاڼو نه لالونه به لوګي کړو
لالونه خو لا څه کړي چي ځانونه به لوګي کړو
ژوند نه غواړو بې تانه ملنګ دی یم منلګ
عزت چي خلک وایې خو عزت زموږ ه ته یې
عزت خولا عزت وي چي جنت زموږه ته یې
په تا تیریو له ځانه ملنګ دې یم ملنګ
د غیرو شنه باغونه ځار شه ستا شاړو میرونه
کوم خوند چی شته جنت کې زه یې اخلم ستاله غرونه
زما جنت نښانه ملنګ دې یم ملنګ
مجنون ته که لیلا وه خو پښتون ته ته لیلا یې
لیلا خو لا یې چي زموږ ننګ او حیا یې
محبوب د ملنګ جانه ملنګ دې یم ملنګ