شعر
رحیم خان مجروح
علي خانرحیم خان مجروح
نوم رحیم خان تخلص مجروح د پلار نوم موسیٰ خان کلے درملک ، (ھوتی) موجودہ
وخت پہ ځنګل خېلو کښې اوسی کوھاټ تحصیل لاچی ۔ تاریخِ پېدائش د جنورۍ میاشت
۱۹۵۹ء ۔ څلورم جماعت پورې سبق پہ لاچۍ کښې او لسم ئې د کوھاټ نمبر ۳ سکول
نہ پاس کړو ، د شاعرۍ شوق ئې پہ د مشر ورور فېضﷲ خان چې پہ ايف سی کښې نوکر
او د سېد اکبر صابر مصرعو پہ وینو سرو پہ لوستو سرہ پېدا شو ۔ د شاعرۍ
ابتدا د یو نعت نہ کړې دہ ۔ پہ کوھاټ کښې د پښتو سرہ سرہ د اردو شاعرانو
تنظیمونہ ھم موجود وو ۔ رحیم خان د پښتو سرہ پہ اردو کښې ھم طبع ازمائی کړې
دہ ۔پہ شاعرۍ کښې نظم ، غزل او ھائیکو پہ دریو اصنافو کښې د خپلو خیالاتو
اظھار کوی ۔پہ تنظیم سازۍ کښې ئې پہ شوق سرہ برخہ اخستے دہ ۔ د تنقیدی
اجلاسونو د عمل نہ تېر شوے دے ۔ دا اعزاز ورتہ حاصل دے چې د ایوب صابر نہ
شاعر دے ۔ د شاعرۍ موضوعات ئې مینہ ، ملکی ، قامی او معاشرتی مسائل دي ۔
(۲) نظمونہ (۳) ھائیکوګانې (۴) د مجروح د ځنې نظمونو انګرېزی ترجمہ دا ټول
محسوس کوی پہ مجموعہ کښې ۳۵ غزلې دي ۔ غزل ئې ښہ خواری کړې دہ ۔ د تنقید نہ
ئې تېر کړے دے خو د غزل فطری شاعر نۂ دے ۔
د پاکې مینې د ا قرار ژبہ دہ
مسکا د ښکلیو د اظہار ژبہ دہ
وی د شوګیر کہ د شرابو اثر
سرخی دسترګو د خمار ژبہ دہ
اوس دنیا اؤ ړی کہ مې سر ماتېږی
وائی درځم دامې د یار ژبہ دہ
تہ ئې ګڼہ د سیاست داؤ پېچ
زما تر خوا لوئې اعتبار ژبہ دہ
بې شکہ نۂ بہ وی قرآن و حدیث
خو تعارف د ھر کردار ژبہ دہ
څوک پرې پوھېږی او کہ نۂ مجروحہ
خاموشی ھم ډېرہ د کار ژبہ
د ستا د کلی پہ ګودر کښې مرمہ
زۂ ھر ورځ پہ مازدیګر کښې مرمہ
تۂ ګیلہ من ئی د صحرا نہ ګلہ
زۂ خو لۂ تندې سمندر کښې مرمہ
ھیڅ نۂ پوھېږمہ پہ خپلې ګناہ
ھم پہ کابل ھم پېښور کښې مرمہ
زہ د دنیا ګوشہ نشینہ سړے
د محفلونو شور او شر کښې مرمہ
ھغہ مې سوېرہ ھم پہ کاڼو اولي
مجروحہ زۂ چې د چا سر کښې مرمہ