غزل تخت و تاج دې مبارک شه احمد شاه دراني د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 تخت و تاج دې مبارک شه د پښتون ټبر زلميه 02 دا ملت دې پر تا لوړ شي پر غليم شوی برياليه 03 سترواکمن شوی د دې خاورې رب دې ستر لره زمريه 04 د ولس ده غم شريک شه ملت ويښ کړه ننګياليه 05 يو ګړۍ غفلت ونه کړې واک ستا سوله دې پسه 06 په دردويې ځان خبر کړه لاس دې مېنځه له هوسه 07 نور د هيڅ شي کمي نشته خو تنهاچې تربيه شي 08 په ملي روح يې ژوندون وي له تقليده بېګانه شي 09 يو د بل په غم شريک وي له نفاق څخه ګوښه شي 10 خپل ځان وپېژني هسې چې پر ځان باندې تکيه شي 11 اوس نو ستا ولاس ته ګوري ملا دې وتړه احمده 12 د خپل قام په خدمت پاڅه مرسته غواړه له احده د قاموس مانا × اصلي کلمه