غزل
زه هر ګوره نن د لوړو په حصار ځم
احمد شاه درانيزه هر ګوره نن د لوړو په حصار ځم
مثل نه لرم هيچرې چې په شمار ځم
که مې خپله بلندي موجوده نه وي
لکه باد هسې د غرونو په کنار ځم
له وحدته چې په امر را بيرون شوم
د کثرت په ملکو هره خوا په ښکار ځم
دا د مينې ملک مې خپل کړ سرترپايه
زه عاشق بندي د زلفو په هر تار ځم
د ناسوت په وهم ورک شوې عندليبه
زه هم ګل يم چې د مينې په بهار ځم
خپله مينه مې ښکاري تعليم مې ورکړ
زه غرڅه په کړنګونو د کهسار ځم
ملکوت ګوره خاصان د سوموي کړم
همېشه د می خوارانو په بازار ځم
که اشنائي مې چېرې ناز راباندې وکړي
دا مې نشته چې يمين ام که يسار ځم
که هر څو دا ستا د مينې وری دروند دی
ولې تل د خسته زړونو په کتار ځم
احمد شاه ته د زړه بورجل ته ګوره
بې ما څوک دی چې دا هسې په ګفتار ځم