غزل تخت و تاج دې مبارک شه Ahmad Shah Durrani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تخت و تاج دې مبارک شه د پښتون ټبر زلميه 02 دا ملت دې پر تا لوړ شي پر غليم شوی برياليه 03 سترواکمن شوی د دې خاورې رب دې ستر لره زمريه 04 د ولس ده غم شريک شه ملت ويښ کړه ننګياليه 05 يو ګړۍ غفلت ونه کړې واک ستا سوله دې پسه 06 په دردويې ځان خبر کړه لاس دې مېنځه له هوسه 07 نور د هيڅ شي کمي نشته خو تنهاچې تربيه شي 08 په ملي روح يې ژوندون وي له تقليده بېګانه شي 09 يو د بل په غم شريک وي له نفاق څخه ګوښه شي 10 خپل ځان وپېژني هسې چې پر ځان باندې تکيه شي 11 اوس نو ستا ولاس ته ګوري ملا دې وتړه احمده 12 د خپل قام په خدمت پاڅه مرسته غواړه له احده Dictionary meaning × Headword