غزل

ژړوي مې لکه شمعه د اشنا سترګې خمارې

ملنګ جان

په ګرېوان راته بهېږي همېشه د اوښکو دارې

د خوشرنګو په ټولي کې خلکو!چا رانه زړه ویوړ

په قیامت به ځواب ورکړئ خدای نا تر سو دل ازارړ

ناصحان ما لره څله د کینې په سترګو ګوري

چې زړه  وو ځې له واکه څوک به څه کړي ؟ انصافدارو

هر سړی پیدا خپل کارته زه خدمت لره د ښکلو

غم د چا په ځان  پیرزو دی، خو د تقدیر کړي خپلې چارې

که څوک حال غواړي په عشق  کې، قیاس دې وکړي ملنګ جان ټه

همېشه په لار کې ناست وي په مثال د څو کیدارو