کفارت

kafārát

کفارتnounmasculine

atonement for sins or guilt

Meanings

  1. atonement for sins or guilt

Pashto definitions

  1. عوض، بدله، کفاره، هغه خېرات وغېره چې د ګناهونو دَ ختمولو پۀ عوض کښې ورکولی کيږي،
  2. کفاره، بدله، توغ؛ (ش) په لغت کې د پټولو په مانا دی او په شرعه کې دجنايت بدل ورکول دی. کفارت په څلورو شيانو کې مقرر شوی دي: ١- دظهار کفارت: دې ته وايي چې يو سړی خپلې ماندينې ته وايي : (( ته پرما باندې لکه زما دمور په شان يي)) يايې ټول بدن او يا د اعضاووو څخه يوه عضو د خپلې مور سره تشبيه کړي؛ نو ښځه باندې حرامېږي ( غړوله تشبيه څخه مراد هغه غړی دی چې هغو ته د پردې کتل حرام دی) تر ظهار وروسته کفارت باندې لازمېږي او کفارت يې د رقبې ازادول يا دوې مياشتې پر له پسې روژه ده
  3. د روژې کفارت: د ظهار د کفارت په څېر دی
  4. د لوړې (قسم) کفارت: د رقبې ازادول دی که دا نه وي دوې مياشتې روژه ده. د رقبې د ازادولو په عوض لس خواران په يوه يوه کالي پټول هم سم دی؛ يا ددې پر ځای دوی ته ډوډۍ ورکول (هر خوار ته يو خور د کم يوچارک غنم يا نيم پاوکم نيم سير اوربشې يا خرما)، او که يې دا هم په وسې پور نه وي درې ورځې دې روژه ونيسي
  5. د خطايي قتل کفارت : د مؤمنې رقبې ازادو دی. که دانه وي ٦٠ ورځې پرله پسې روژه نيول هم صحيح وي: په يوه تبه چې لږ ه په چا ورشي - هغه هم د ګناهونو کفارت ده (خ. خ)
  6. کفاره، بدله، توغ؛ په لغت کې د پټولو په مانا دی او په شرعه کې د جنايت بدل ورکول دي.
Translations (2)
French
expiation (f.) · réparation (f.) · repentir (m.) · pénitence (f.).
Russian
искупление вины, грехов · ورکول ~ искупать вину, грехи · کول ~ каяться в грехах.

Etymology: Arabic